BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:03 گرينويچ 2008 ,08 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل د طبعي پېښو د ناورين پر مخنيوي غږيږي

کابل
په کابل او نور افغانستان کې له تيرو څو ورځو د واورو ورښت ستونزې پيدا کړي دي
د افغان حکومت ځينې لوړ پوړي چارواکي په يوه غونډه بوخت دي چې د طبعي پيښو له امله د بشري ناورين د رامنځته کيدو مخه ونيسي.

د پلازمېنې کابل په دغه کنفرانس کې به له افاتو سره د مبارزې په څرنگوالي، له قربانيانو سره د مرستې او د روغتيايي چارو د تنظيمولو په لارو چارو خبرې اترې وشي.

د روانې اوونۍ له پيل راهيسې د پلازمينې کابل په گډون د افغانستان په نژدې ټولو ولايتونو کې د واورې ورښت دوام لري چې په ځينو ولايتونو کې يې د ځاني او مالي زيانونو سربيره لويې او وړې لارې هم تړلي دي.

په افغانستان کې د پېښو په وړاندې د روغتيايي برخو د چمتوالي غونډه په داسې مهال جوړيږي چې د چارواکو په وينا، دوى تر اوسه نه دي بريالي شوي چې په سمه توگه د طبعي او نورو حوادتو مخنيوى وکړي.

افغان چارواکي وايي دوى به په خپلې دغې درې ورځنۍ ناستې کې د بيلابيلو پيښو له امله په راټوکيدلو ستونزو او د طبعي آفاتو د مخنيوي په لارو چارو خبرې اترې وکړي.

د حوادثو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر عبدالمتين ادراک وايي د افغانستان د روغتيايي چارو د ويش يوه طرحه يې چمتو کړې چې په دې غونډې کې به تصويب شي.

(( ما يوه طرحه جوړه کړې چې د دريو ورځو په ترڅ کې به پرې بحث کيږي. کله چې بحث وشو هغه به لاسليک کيږي او منظوريږي. دندې ويشل کيږي، بوديجه به په خپل وخت ټاکل کيږي او هغه مهال هيڅ څوک نه شي ويلاى چې زه په دې برخې تر کومه ځايه مخ ته ولاړ شم))

که څه هم افغان چارواکي وايي د ډيرو طبعي آفاتو مخه نه شي نيول کيداى خو د دوى په وينا له دغو هڅو سره کيداى شي چې د دا ډول حوادثو منفي پايلې او اغيزې را کمې کړي.

چارواکي دا مني چې د تخنيکي امکاناتو د نشتوالي او د زيانمنيدونکو سيمو د نه پيژندلو له امله له پيښې وروسته يوازې له قربانيانو سره مرسته شونې ده.

د افغان حکومت يو شمير لوړ پوړي چارواکي په داسې مهال په پلازمينه کابل کې د طبعي حوادثو د ناورين د مخنيوي لپاره راغونډ شوي چې د افغانستان په نژدې ټولو ولايتونو کې د واورې د وريدو له پيل راهيسې شاوخوا څلور ورځې تيريږي.

په وروستيو ورښتونو کې د افغانستان په لر او بر کې گڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي او د ځينو لويو لارو په گډون په يو شمير ولايتونو کې د ولسواليو لارې هم بندې شوي چې خلک يې له ترانسپورتي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت