BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:26 گرينويچ 2008 ,13 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هرات کې د واورو د مړو شمېره ٦٠ ته رسېدلې

په افغانستان کې تازه واورې
چارواکي وايي د درنې واورې لامله ځپل شوې سيمې له ښاره ليرې پرتې دي او تر اوسه پورې د مرستې لپاره څوک نه دي ور رسېدلي
د افغانستان په لوېديځ ولايت هرات کې چارواکي وايي هلته د تازه واورو او سړې هوا لامله د مړو شمېره ٦٠ ته ر سېدلې.

چارواکي وايي د درنې واورې لامله ځپل شوې سيمې له ښاره ليرې پرتې دي او تر اوسه پورې د مرستې لپاره څوک نه دي ور رسېدلي.

د هرات د کلي د پراختيا مشر اقا محمد صديقي وويل په شينډنډ، غوريان، گلران او اوبې ولسواليو کې د مړو شمېره اوس ٦٠ ته رسېدلې.

په تېره يوه اوونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو سړو سيمو کې درنې واورې وشوې چې له هرات سربېره په ځينو نورو ولايتونو کې يې هم خلکو ته د سر زيانونه اړولي دي.

ښاغلي صديقي وويل ١٧ نور کسان نادرکه شوي دي.

دۀ وويل د ملي پوځ هڅه کوي چې د خپلو وسايطو په کارونې سره ځپل شويو سيمو ته لار پيدا کړي او له خلکو سره مرسته وکړي، خو وايي تر اوسه لږ پرمختگ شوى دى.

دۀ وويل په ځينو سيمو کې تر يو نيم متر زياته واوره شوې چې لارې يې سختې پوښلې دي او ښايي ډېر وخت ونيسي چې مرستې ور ورسېدى شي.

په سيمه کې راگير خلک وايي دوى له خپلو کليو څخه تر پنځۀ کيلومتره زيات نه شي وتلى. تر ټولو ځپل شوې سيمه د ايران له سيمې سره پرته د غوريانو ولسوالۍ ده چې د هرات له مرکز څخه څۀ باندې ٦٠ کيلومتره ليرې پرته ده.

مخکې په هرات کې د وژل شويو کسانو شمېره ٤٥ ښوول شوې وه. په مخکينيو واورو کې په گاونډي نيمروز ولايت کې هم ١٣ تنه وژل شوي وو.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت