BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:38 گرينويچ 2008 ,11 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان چارواکي : واورو ٥٨ کسان وژلي

واوره
دا په داسې حال کې ده چې ٤ ورځې وړاندې د افغانستان د روغتيا وزير د روغتيا په برخه کې بيړنى حالت اعلان کړ
د افغانستان چارواکيو د جمعې په ورځ ( د مرغومي ٢١ د جنوري ١١ ) بي بي سي ته وويل چې په هرات او غور ولايتونو کې د واورو د ورښت او له غرونو څخه يې د ښوويدو له امله په لسگونو کسان وژل شوي دي .

د هرات د غوريان ولسوالۍ سرپرست عرب شاه اماني بي بي سي ته وويل 45 تنو د واورې دډير ورښت او راښويدو له کبله ژوند له لاسه ورکړ .

د ښاغلي اماني په وينا د مړو ترمنځ ډير کسان د څارويو ساتونکي او مساپر دي چې د افغانستان او ايران پولې ته يې څيرمه سيمو کې تگ راتگ کاو .

دده په وينا له يو متر ډيره واوره ا وريدلې ده او د غوريان ولسوالۍ دډيرو کليو هغه لارې يې تړلي دي چې مرکز غځيدلي.

ښاغلى اماني ادعا کوي چې د لارو دپرانيستې لپاره تر اوسه هيڅ ډول گامونه نه دي اخيستل شوي .

د هرات ولايت د کليو د پراختيا رياست مشر او د طبيعي پيښو په وړاندې د بيړنيو حالاتو د کميټې چارواکى محمد صديق په داسې حال کې چې له دغو زيانونو څخه خپله ناخبري ښيي وايي ډير ژر به يو پلاوى دغې ولسوالۍ ته د څيړنې لپاره وليږي .

په همدې ترڅ کې د غور د ولايتي شورا مشر عبدالغفور تيمن بي بي سي ته وويل ددغه ولايت په ډيرو سيمو کې له غرونو څخه د وارو د ښويدو له کبله ١٣ کسان مړه او ١٢ نور ټپيان شوي دي :
((دپرون شپې راهيسې له بيلابيلو سيمو څخه هغه راپورنه چې د ټيليفون او مخابرې له لارې موږ ته رسيدلي وايي ٤٢ کسه مړه او ٣ نور هم نن مړه شوي دي چې ټول ټال ٤٥ تنه مړه شوي دي . دا پيښه پولې ته نژدې د غوريانو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.))

د هغه په وينا په وژل شويو کې دوه ماشومان هم شامل دي او ددغه ولايت د ځينو ولسواليو لارې هم مرکز ته بندې شوي دي او خلک له لوږې سره مخامخ دي :

((بايد له خپلو خلکو سره مرسته وکړئ ، ددغه ځاى خلک له لوږې سره مخامخ دي په هر کلي کې پنځه شپږ کورنۍ د خوړلو لپاره ډوډۍ نلري . ))

چارواکي وايي په غور کې له غرۀ د واورې ښوويدو لږ تر لږه ١٣ کسان وژلي دي

همدرانگه د غزني ، ميدان وردگو ، باميان ، بدخشان ، کونړ او دايکندي ولايتونو څخه هم رپوټونه وايي چې ددغو ولايتونو د ډيرو ولسواليو لارې هم د ډيرې واروې له کبله له مرکز سره تړل شوي دي او ډيرى خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي .

د ميدان وردگو د والي وياند عبداله الهام بي بي سي ته وويل که چيرې اړوند اړوند چارواکي ددغو سيمو د لارو د خلاصيدو لپاره پاملرنه ونکړي نو په روغتيايي مرکزونو کې به دارو درمل ختم شي او خلک به له روغيتايي خدمتونو بې برخې پاتې شي :

دا په داسې حال کې ده چې ٤ ورځې وړاندې د افغانستان د روغتيا وزير د روغتيا په برخه کې بيړنى حالت اعلان کړ او وېويل چې د هوا له لارې به زيانمن شوو ليرې پرتو سيمو ته دارو درمل ورسوي .

همدارراز د دايکندي ولايت د والي ددفتر مشر غلام سرور حيدري هم بي بي سي ته وويل چې په دغه ولايت کې هم له يو متر ډيره واوره اوريدلې او د لارو د بنديدو له کبله د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوي دي

د هغه په وينا ددايکندي ولايت په بازارونو کې خوراکې توکي مخ په خلاصيدو دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
افغانان:د ووړوکمښت بيې لوړې کړې
06 جنوري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت