|
ولسي خلک : طالبانو له نورستانه را وايستلو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ايستل شوي خلک ددغه ځاى اصلي اوسېدونکي نه دي خو دغلته يې مالونه ساتل د دوى دادعا تر مخه طالبانو په دې نوم راوېستل چې افغان حکومت ته د دوى دپټو ځايونو معلومات ورنه کړي . د نورستان له کام ديش نه راشړل شوي خلک چې ځايي چارواکي يې شمېر لسګونه کورنۍ ښيي، د ادعا تر مخه وسلوالو طالبانو راشړلي دي . د راشړل شويو يوۀ تن بي بي سي ته داهم ويلي چې په لار کې يوه ښځه او يو کوچنی ديخې هوا له کبله مړه شوي دي . (( ظلم راسره وشو په دې باران او واورو کې يې را ويستلو مالونه يې هم رانه ونيول اويوه ښځه دخپل تازه زېږېدلي ماشوم سره مړه شوه واورې ورېږي هيچ ځاى نه لرو شاو خوا ٤٠٠ کورنۍ راوشړل شوې اونورې هم راشړل کېږي)) دغه خلک اوس د کونړ ولايت دناړۍ ولسوالۍ ته راغلي دي . دناړۍ ولسوال ګل زمان وايي دشپنو اوبزو ګرو دغه کورنۍ طالبانو په دې تور راشړلي چې حکومت او بهرنيانو ته د دوى معلومات ورنه کړي : ((طالبانو او القاعده څلور سوه کسان راوشړل مالونه يې ترې تالا کړي ډېره واوره ده دا خلک اوس د ونو لا ندې ناست دي دوى ته ويل شوي چې تاسو حکومت اوايتلا فې ځواکونو ته جاسوسي کوئ نو ځکه مو وباسو )) خو وسلوال طالبان وايي دوى ولسي خلک له خپلو مېنو نه وباسي د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي دخلکو دشړلو پريکړه ښايي په شخصې بديو ولاړه پريکړه وي نه دطالبانو دمشر تابۀ : ((زموږ له خوا ورته دوتلو امر نه دی شوی ، که شوی وي هغه به محلي خلکو کړی وي چې له دوى سره شخصي دعوې لري او يا به دتنګ نظرۍ له مخې وي)) دکونړ والي فض الله وحيدي وايي دغو خلکو ته اوس په ښوونځيو کې ځاى ورکړل شوی دى . دى وايي دغه په زوره دکورونو پرېښودو ته اړ شوي دي : ((داسې ويل کيږي چې دا خلک په زوره راشړل شوي که نه نو په دې وخت کې څوک له کوره پخپله خوښه نه راوځي)) نورستان چې په غرونو پوښلې سيمه اوپراخه ورشوګانې لري هر کال ورته سلګونه شپانه مالونه ور ولي خو دا لومړی ځل دى چې په زوره ترې راويستل کېږي . دغلته له څه مودې راهيسې وسلوال طالبان کله کله لويې لارې ته راوځي . داسې ښکاري چې وسلوال طالبان له وېري د نورو سېمو خلک وباسي چې ددوى پټ ځايونه رسوا نه شي . | ورسره تړلي نور خبرونه په نورستان کې د ناټو ١١ سرتيري ټپيان شوي22 اگست, 2007 | خبرونه په نورستان کې ٤ امريکايي سرتيري وژل شوي22 جون, 2006 | خبرونه د نورستان پر يوې کانديدې وسله وال بريد وشو15 سپتمبر, 2005 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||