BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:57 گرينويچ 2006 ,22 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په نورستان کې ٤ امريکايي سرتيري وژل شوي
د افغانستان ختيځ
په دغو عملياتو کې چې د نورستان ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې پرون پيل شوي تر اوسه څلور امريکايي سرتيري وژل شوي او يو بل تن يې ټپي شوى دى .
د افغانستان په ختيځ ولايت نورستان کې د (( غرني زمري )) په نامۀ د ايتلافي ځواکونو او افغان ملي پوځ له خوا پيل شوي عمليات په داسې حال کې تيره شپه تاودۀ شول چې نړيوالو ايتلافي ځواکونو پر خپلو مخالفينو بريد وکړ .

د نړيوالو ايتلافي ځواکونو له خوا په خپرې شوې يوې پاڼې کې ويل شوي چې په دغو عملياتو کې چې د نورستان ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې پرون پيل شوي تر اوسه څلور امريکايي سرتيري وژل شوي او يو بل تن يې ټپي شوى دى .

خبر پاڼه زياتوي چې جگړه تر ناوخته روانه وه چې پکې نړيوالو ايتلافي ځواکونو له هوايي او مځکني ځواک څخه کار واخيست .

د ايتلافي ځواکونو په خبر پاڼه کې مخالف لورې ته د اوښتي زيان څه نه دي ويل شوي خو ځايي خلک دواړو غاړو ته د درنې مرگ ژوبلې خبر ورکوي .

د غرني زمري عمليات د روان کال د اپريل په نيمايي کې د افغان ملي پوځ او ايتلافي ځواکونو له خوا په گډه پيل شوي چې د دولت په وينا پکې ډيرې لاسته راوړنې شوې دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت