BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:56 گرينويچ 2005 ,15 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د نورستان پر يوې کانديدې وسله وال بريد وشو

ميرمن سيما ثمر په دې کانديدې د وسله وال بريد خبره په يوه خبري غونډې کې وکړه
د افغانستان د بشري حقونود خپلواک کميسيون مشرې سيما ثمر نن په يوې خبري غونډې کې د نورستان ولايت نه ولسي جرگې ته د يوې کانديدې د ويشتل کيدو او له هغې سره د دريو تنو دتښتول کيدو خبر ورکړ.

دغه پيښه پرون غرمه د وايگل په سيمه کې هغه مهال را منځ ته شوه چې نوموړې غوښتل د انتخاباتي هلو ځلو لپاره يوې سيمې ته ولاړه شي.

د هغې د موټرو پر کاروان يو شمير نا پيژندل شويو وسله والو يرغل وکړ. داسي ويل کيږي چې د غه کانديده ټپي شوې او اوس مهال دکونړ ولايت د اسعدآباد ښار په روغتون کې تر درملنې لاندي ده.

مېورمن ثمر ونه غوښتل چې د ويشتل شوې کانديدې او د هغې د تښتول شوي ملگرو پېژندنه وکړي، ځکه د هغېپه وينا تر اوسه پورې کره مالومات ندي تر لاسه شوي، خو زياته يې کړه چې په تښتول شويو کې دوه خبريالان هم شته، که څه هم دهغوى له پېژندگلوۍ نه يې هم ډډه وکړه.

دا کار په داسې مهال کې کيږي چې د ولسي جرگې او ولايتي شوراگانوپه ټاکنو کې د رايو اچولو ته يوازې دوې ورځې پاتې دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت