BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:27 گرينويچ 2008 ,16 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په سوېل کې ژمي خلکوته ستونزې ولاړې کړي

ژمى
دهواپيژندنې دادارې چارواكې پرهغو كسانو دچمتوالي غږكوي چې كورنه يي سيندونو او دغرونو په لمنو کې پراته دي.
په سويلي ولايت هلمند كې سختو اورښتونو په سلګونو جريبه ځمكه له منځه وړې اوګڼي كورنۍ يي بيځايه كړيدي .

په دغه ولايت كې له تيرو درې ورځو راهيسې اورښتونه دوام لري .

دهواپيژندني ادارې اټكل كوي چې ښايي په هلمنداويوشميرنورو سويلي ولايتونو كې څوورځي نور هم باران واوريږي .

دهلمندولايت دكليو دبيارغاوني اوپراختيا رياست چارواكې وايي چې په تيرو څوورځو كې دهلمندپه مركز اويوشمېرولسواليو كې اورښتونو لسګونه كورونه نړولي اوپه زرګونو جريبه كرنيزه ځمكه يي وړې ده

ددغه رياست مشر حاجي محمدعمرقانع وايي چې ګڼوزيانمنو كسانو ورڅخه دبيړنيو مرستو غوښتنه كړې ده .

چارواكي وايي چې دغو سيلابونو مالي زيانونه اړولي خو دځاني زيان په اړه يې تراوسه دوى ته كوم مالومات نه دي وركړل شوي .

دهلمندولايت دنادعلي ، مارجې اودمركز لښكرګاه دباباجي دسيمې اوسيدونكي وايي چې اورښتونو ډېرزيانونه دوي ته اړولي اوبيړنيو مرستوته اړتيا لري .

ځايي چارواكي وايي چې سيمي ته يې دمرستو رسولو ټيم ليږلى چې د رسيدلي زيان كره شمېره ترلاسه كړي

د هلمند په ولايت كې له تيرو درې ورځو راهيسې سخت اورښتونه پيل شوي چې اوس هم روان دي .

دهواپيژندنې ادارې اټكل كوي چې ښايي د اورښتونو لړۍ درې ورځي نوره هم اوږده شي .

دهواپيژندنې دادارې چارواكې پرهغو كسانو دچمتوالي غږكوي چې كورنه يي سيندونو او دغرونو په لمنو کې پراته دي.

كه څه هم ډيرى هلمندوال داورښتونو په ډيروالي خوښ دي اوپه دې هيله دي چې شاړې ځمكې به يي ښه کر ته چمتو شي خو بل پلو يوشمېركروندګر په دې انديښنه كې دي كه اورښتونه زيات شي ښايي سيلابونه يي زيانمن كړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت