 | | | عبدالاحد مومند په کال 1988 کې کيهاني تحقيقات پرواز تر سره کړل. |
عبدالاحد مهمند د محمد سرور زوى په 1959 کال د غزني ولايت د سردې په کلي کې زيږدلى دى، خپلې ابتدايي زده کړې يې د سردې په کلي او وروسته د غزني ولايت د سلطان شهاب الدين او د کابل د حبيبې په ليسه کې تر سره کړي،او د کابل د پولي تخنيک په انستيتوت کې له دوه کاله زده کړو وروسته شوروي اتحاد ته ولاړچې هلته يې درې کاله د پيلوټۍ په برخه کې زده کړې وکړې. ښاغلى عبدالاحد مهمند هيواد ته له راستنيدو وروسته له 1984-1981 کال پورې د بگرام په هوايي ډگر کې د هوايي قواوو د پيلوټ په صفت کار وکړ چې وروسته له 1987-1984 پورې د لوړو زده کړو لپاره د کيف د هوايي انجنيري پوهنتون ته وليږدول شو. چې وروسته بيا يې له نورو پيلوټانو سره يو ځاى د کيهاني پرواز لپاره په معايناتو کې برخه واخيسته، او پنځو مياشتو پورې يې دوام وکړ. ښاغلى مهمند د 1988 کال له فبورۍ تر اگست پورې د کيهاني پرواز د چمتوالي لپاره زده کړې وکړې. ده د شپږو مياشتو په ترڅ کې دا ټولې زده کړې او تمرينات تر سره کړل چې د کيهاني تمريناتو لپاره تر ټولو لنډه موده وه. د يادونې وړ ده چې د نورو هيوادنو د کيهانوردانو لپاره دغه موده له اتلسو مياشتو بيا تر دوو کلونو پورې وخت نيسي خو ښاغلي عبدالاحد مهمند وکولائ شول چې د شپږو مياشتو په ترڅ کې خپل ټول تحقيقات او تجربې تر سره او خپل کيهاني پروازيې په بريالۍ توگه سر ته ورساوه. ښاغلى عبدالاحد مهمند د 1988 کال د اگست د مياشتې په 29 نيټه خپل کيهاني تحقيقاتي پرواز پيل او د سپتمبر په اوومه نيټه بيرته مځکې ته راستون شو. دغه پرواز د پلان له مخې بايد اته ورځې دوام کړى واى خو د تخنيکي شتونځو له کبله 9 ورځو ته ورسيد چې دوى دغه تخنيکي ستونځه په بريالۍ توگه حل او بير ته ځمکې ته راستانه شول. ښاغلى عبدالاحد مهمند هيواد ته له راستنيدو وروسته سمدلاسه بيرته د ارکانحربي د زده کړو لپاره له 1991-1988 پورې مسکو ته ولاړ چې له زده کړو وروسته يې د افغانستان په علومو اکاديمۍ کې کار پيل کړ. چې وروسته د يو څه مودې لپاره بيکاره او بيا د هوانوردى او توريزم د وزرات د تخنيکي معين په توگه وگمارل شو. ښاغلى مهمند د 1992 کال د اپريل په مياشت کې له هيواد څخه مهاجر او په آلمان کې له خپلې کورنۍ سره ميشت شو. دى دوه لوڼې او يو زوى لري. ښاغلى عبدالاحد مهمند په آلمان کې څه موده د شتوتگارت پوهنتون د کيهاني تحقيقاتو په انستيتوت کې کار کړى دى او اوس په يوې شخصي کمپنى کې کار کوي. د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې. که افغان کيهان نورد عبدالاحد مومند څخه پوښتنې لرى نومخامخ د پروگرام پر مهال پر دې شمېره زنگ ووهى ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ د بريښنا ليک پته ده: [email protected] |