 | | | اوومه سټوډيو، د جمعې په ماښامنۍ خپرونې کې. |
ځوان شاعرعزت الله ځواب دننگرهارولايت دروداتو په ولسوالى کې نړى ته سترگې غړولې دي. په ماشومتوب کې يې پاکستان ته کډه وکړه اودباړه په سيمه کې اوسيده . ترشپږم ټولگي پورې يې هلته زده کړې وکړې اوکورنۍ يې بيرته وطن ته راغله اوپه خپلوځمکويې واړول. اتم ټولگى يې داحدادوپه ليسه اونهم ټولگي ې په ايسارک کې ولوستل. وروسته يې دننگرهارعالي ليسه پاى ته ورسوله. دکانکورله ازموينې وروسته دانجنيرى پوهنځي ته بريالى شو. هغه يې پاى ته ورسوله اوپه څوموسسوکې يې کارهم کړى دى. له لسم ټولگي نه يې له شعر اوشاعرى ، ادبياتو اوژورناليزم سره مينه پيداشوه. اودشعرونوپه لوستلواوليکلويې پيل وکړ. دسولې اوجنگ له انستيتوت سره خبريال وو. دکليد له مجلې سره يې کارکړى اواوس دمينې مجلې مسول مديردى. دشعرونويوه ټولگه يې چاپ شوې اويوه يې ناچاپه پاتې ده. چاپ شوې ټولگه يې په ١٣٨٣ کال کې چاپ شوې چې ١٢٠ مخه لري اونوم يې دى: دلته هرگل دوينورنگ اخيستى . سندرغاړي بريالي ولي يې څوسندرې دده په شعرونوښکلې کړې دي. له عزت الله ځواب نه خپلې پوښتنې پدې پته راواستوى: [email protected] ياهم دخپرونې پرمهال پدې شميره سټوډيوته تلفون وکړى 00442078360331
|