BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:53 گرينويچ 2008 ,03 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پروفېسر سيال کاکړ مو د اوومې سټوډيو مېلمه دى.
پروفېسر سيال کاکړ
سيال کاکړ د کوټې سيمې يو له لومړنيو ليکوالانو دى چې د پښتو شفاهي ادبياتو پټه خزانه يې رابرسېره کړېده .
پروفېسر ولي محمد خان چې دسيال کاکړ په نامه پېژنگلو لري په ١٩٣٥ م کال د پشين په سرانانو کې زېږدلى او لومړنۍ زدکړې يې په خپل کلي او پشين کې ترسره کړې او وروسته د لوړو زدکړو لپاره دکوټې پېښور او د پنجاب لاهور پوهتنون ته تللى دى.

په٠ ١٩٦٤ م کال يې د استاد په توگه پر خپل کار پېل وکړ.نوموړي ولسي پښتو ادبياتو ته بې سارى خدمت کړى.

ښاغلي کاکړ د پښتو پر فولکلوري ادب او دغه ډول نورو ادبي برخو کې تر ٣٦ ډېر کتابونه ليکلي دي.دى د کوټې سيمې يو له لومړنيو ليکوالانو دى چې د پښتو شفاهي ادبياتو پټه خزانه يې رابرسېره کړېده .هغه له ژوبه تر بورى او دغه ډول له سيوۍ تر کندهار په لراو بر کې د ولسي ادبياتو ورکه شاعري په خپلو ليکونو کې د تل لپاره ژوندۍ وساتله.هغه تر خپله وسه د پښتنو په لر اوبر کې خوله په خوله ويل شوې لنډۍ، کاکړى غاړې ، ،انگۍ ،متلونه،ساندې،برغازۍ ،چيغيان راټول کړي او د تاريخ پاڼو کې يې ژوندۍ ساتلي دي.

د نوموړي د ځينو ليکليو کتابونو نومونه په دې ډول دي.
غاړې د نوموړي لومړۍ کتاب او غور انځور دهغه وروستى کتاب ، د کوچينانو ادب،پخوانۍ غاړې ،
د کسې دلمنې پښتانه ليکوال،پښتو او پښتانه په سويلي پښتونخوا کې ،
انگۍ .چيغيان،د کسې د لمنې پښتو ژورناليزم ،پښتني فولکلور ،پښتني جام
ملي دردونه،غورځنگ،ترينو،کاکړۍ ،کاکړي گړدود ،فولکلوري طيب،فولکلوري سوغات،پښتو نکلونه،فولکلوري جواهر،د کوچينانو ژبه،ادبي انځور ،سنگر،نثري انځوراو دغه ډول ځيني نور کتابونه يې ليکلي دي.

که له سيال کاکړه پوښتنې لرى نومخامخ د پروگرام پر مهال پر دې شمېره زنگ ووهى
٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

د بريښنا ليک پته ده:
[email protected]

شاعرعزت اللهاوومه سټوډيو:
شاعرعزت الله ځواب موميلمه وو
هما افغان مينهاوومه سټوډيو:
سندرغاړې هما افغان مينه مو ميلمه ده
 فردوس جمال اوومه سټوډيو:
سيمنايي شخصيت فردوس جمال موميلمه وو
عاشق ساهواوومه سټوډيو:
عاشق ساهو او رباب غږوونکى حبيب وردگ
اوومه سټوډيواوومه سټوډيو:
ممنون مقصودي په اوومه سټوډيوکې.
اوومه سټوډيواوومه سټوډيو:
دااوونۍ استاد گل زمان او تجلى مو ميلمانه دي.
لطيف ننگرهارىاوومه سټوډيو:
دااوونى سندرغاړى لطيف ننگرهارى مو ميلمه دى.
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت