|
افغانستان کې د ميوې توليدډيرشوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي ددغه هېواد د تازه ميوو توليد سږ کال په هېواد کې نژدې دوه برابره شوى دى . دوى هيله لري چې بهر ته به د ميوو په صادرولو سره هېواد ته ډېره گټۀ ورسيږي . خو افغان سوداگر بهر ته د خپلو ميو د صادرولو په اړه انديښنې لري . تازه ميوه دافغانستان د صادراتي اقلامو په برخه کې مهم توکى دى چې وايي سږ کال يې په توليد کې د پام وړ زياتوالى راغلى . دکابل په سوېل او شمال کې د انگورو او نورو تازه ميوو په سترو سترو باغونو کې نه يوازې انسان ميلې کوي بلکې دالوتونکو بازار هم پکې تود وي . د انگور وپه دغو لويو او وړو باغونو کې تا کونه د زياتو انگورو د درلودلو له کبله په ځمکه سريښ شوي . د کابل په سويل ٥٠ کيلومترۍ کې د لوگر د زرغون شهر کلى د زياتو او ښو انگور د درلودو لپاره مشهور دى . دتېرو څو کلونو وچکاليو په دغه پراخ کلي کې د انگورو ډېر باغونه سپيره کړل خو سږ کال يې يو ځل بيا د سوداگروسترگې په ځان پوري مښلولي دي . زه هم په دغه کلي کې يو باغ ته ور دننه شوم او له بزگر عبدالقيوم څخه مې په داسې حال کې دڅو انگورود خرڅېدو او څرنگوالي په اړه څو پوښتنې وکړې چې د تاکونو په منځ کې يې انگور له بوټو پاکول . ده وويل تېر کال يې انگور خرڅ نشول او سږ کال هم دغه ډول اندېښنې ور سره دي: (( شل تر ٢٥ خر واره انگور لرم بيه يې هم ارزانه ده . له دولته غوښتنه کوو چې دغو ته يو چاره ولټوي )). دغه شکا يتونه او اندېښنې يو شمير نورو هم درلودې چې سږ کال به يو ځل بيا ددوى انگور او نورې ميوې خر څې نشي . د تازه ميوو د صادراتو په برخه کې امنيت ، د بازار کموالى او د ميوو د توليد ډېروالى هغه ستونزې بلل کيږي چې د ميوو دتوليدونکو او صادرونکو لپاره يې خنډونه او اندېښنې را پيدا کړي دي . يو سوداگر نجابت حيدري هم دا اندېښنه لري او په دې ډگر کې له دولته د نويو بازارونو د موندلو غوښتنه کوي . په شمالي کې چې د انگور و د توليد يو ستر مر کز بلل کيږي يو بزگر فتح محمد وايي سږ کال ددوى په سيمه کې هم انگور او نوره تازه ميوه زياته ده خو د بيې د کموالي او د بازار له محدود والي سرټکوي . (( بيه يې اوس کمه ده . يو خروار يې په ٧ زره کلدارې دي .دوه منه يې ١٧٥ روپى خرڅيږي ، خو دکابل او افغانستان بازارونه يې نشي حل کولى .ميوې زياتې دي اخيستونکي يې کم دي . زموږ ميوې پاکستان هم نشي اخيستى ، موږ له دولته غوښتنه کوو چې نورو هېوادونو ته دې وليږدوي .)) د ميوو باغ لرونکي داسې انگيري چې که دولت ددوى ميوې نورو هېوادونو ته وليږدوي بيې به يې لوړې او نيغه گټه به يې دوى ته ورسيږي . دافغانستان د صادراتو د پرا ختيا د ادارې مشر سليمان فاطمې وايي سږ کال يې يوه اندازه بازار موندنه کړې او ان عربي هېوادونو ته يې دافغانستان د بانډو تازه ميوې صادر کړي او هڅه کوي چې افغاني انگور هم عربي بازارونو ته وليږدوي . ښاغلى فاطمي وايي په ځېنو برخو کې د تازه ميوو په توليداتو کې تر ٥٠ په سلو کې زيات والى را غلى. دده په وينا دا به دافغانستان د صادراتو په کچې کې د پام وړ زياتوالى را ولي . د تازه ميوو دتوليد دزياتوالي له کبله دا مهال دافغانستان ټول بازارونه په کورنيو تازه ميو و ډک دي چې بيې يې هم د بزگرو په باور ارزانه دي . تازه ميوو سوداگر نجابت حيدري هم د ميوو د توليداتو د فوق العاده زياتوالي خبره کوي . خو د سوداگرو له خوا د تازه ميوو د صادرولو په برخه کې يو لړ ستونزو ته گوته نيسې چې د ښاغلي حيدري په باور د افغانستان په صادراتو منفي اغيز شيندي . په دې برخه کې د لويو لارو پر سر د پوليسو څخه سر ټکوي چې په وينا يې ددوى د صادرونکو ميوو له موټرو په غير قانوني توگه پيسې اخلي او دغه چاره د ميوو په نرخ ناوړه اغيز کوي. تر دې وړاندې لا دافغانستان د کورنيو چارو وزار ت د همدې ډول سر ټکونو پر بنسټ د لويو لارو ساتونکو پوليسو پوستې لېرې کړي او ددغه وزارت وياند زمرى بشري وايي بيا دوى ته دغه ډول شکا يتونه نه دي رسيدلي . (( که کوم شکايت وي نو موږ دې خبر کړي . غم به يې وخوړل شي .)) بلخوا د تازه ميوو سوداگر حېدري د تازه ميوو دصادراتو په وړاندې پرپوليسو سر بېره ښارواليو ته هم گوته نيسي چې د ميوو له موټرو په هر ولايت کې ډېرې پيسې اخلي . (( له کندوزه تر تورخمه په هر ولايت کې د ښاروالۍ په نوم دوه تر ٣ زره افغانۍ له هر موټره اخلي .)) په دې کې د کابل ښاروالي هم راځي چې مرستيال يې خوا خوږى غرزى دا خبره نه مني چې د ښاري خدماتو د تر سره کولو په نو م د تازه ميوو له موټرو دومره زياتې پيسې اخيستل کيږي . (( موږ له ٢ تر ٤ سوه افغانيو له هر هغه موټه اخلو چې ښار ته را دننه کيږي موږ څارنه کوو اضافه پيسې څوک نه اخلي . )) لکه چې ښکاري له څو کلونو را پديخوا پا کستان دافغانستان د تازه ميوو د صادراتو مهم بازار او د ترانزېټ لاره ده چې ډېر کله افغان غاړه د پا کستان څخه سر ټکوي چې ددوى د صادراتي توکو د ليږد پر وړاندې يو لړ ستونزې پيښوي . په دې برخه کې سوداگر حيدري هند ته دافغانستان د ميوو د ليږد په برخه کې د پاکستان لخوا ترانسپورتي ستونزې ته گوته نيسي . (( د تازه ميوو موټر په پاکستاني پولو کې خالي او نورو ته باريږي چې دا پخپله ميوې خرا بوي .)) تردې وړاندې هم افغان سوداگرو د صادراتو او وارداتو په برخه کې ترانسپورتي او ترانزيټي ستونزې درلودې . دافغانستان د ترانسپورت مر ستيال وزير نصير احمد انصاف په دې برخه کې د پاکستاني چارواکو وروستۍ خبرې يادوي چې دتازه ميوو د ليږد په برخه کې پاکستان دغه ستونزې له منځه وړي . دافغانستان د تازه ميوو د صادرولو بله مهمه ستونزه داده چې د باغونو څخه د را ويستلو سره سم بايد ژر تر ژره بازار ته ورسول شي که نه خرا بيږي . د اوږ مهال لپاره د تازه ميوو ساتل او پر ښه بيه يې بازار ته وړاندې کول يخ خونو ته اړتيا لري چې افغان چارواکي يې د جوړولو په لټه کې دي خو دغه کار د ډيرو پيسو او امکاناتو په درلودلو پورې تړي . | ورسره تړلي نور خبرونه ولسمشر کرزي افغان ميوې ته نړيوال بازار وغوښت10 دسمبر, 2005 | خبرونه نا امنيو د کندهار د ميو بازار سوړ کړى دى12 جولاى, 2006 | خبرونه حکومت د صادراتو او وارداتو د انډول برابرولو هڅه کوي20 مۍ, 2007 | خبرونه سوداگرۍ وزارت :ميوه به خامخابهرته ليږو21 جون, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||