|
سوداگرۍ وزارت :ميوه به خامخابهرته ليږو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان دولت وايې چې امريکا، اروپا او يو شمير عربي هيوادونو ته به وچه او تازه ميوه صادر کړي . د سوداگرۍ وزير وويل ،د جي ټي زيډ په نامه د جرمني د يوې خيريه ټولنې په مرسته به دغه ميوې د لويو هيوادونو بازارونو ته ورسوي . خو د افغانستان د صادراتو د پرمختيايې ادارې مشر سيد سليمان فاطمي د ميوې د صادراتو په وړاندې د يو شمير خنډونو يادونه وکړه . نوموړي پوليس او د ښارواليو چارواکي پړ وبلل چې په لارو کې له سوداگرو د محصول په نامه ناقانونه ماليه اخلي . سيد سليمان فاطمي د افغانستان له صادراتو څخه د محصول اخيستل يو مخ پر قانون د پښې اېښودل وبلل او پر دولت يې غږ وکړ چې له ښارواليو او څارندوى د قانوني چلند غوښتنه وکړي . ښاغلي فاطمي په لويو لارو کې د پوليسو او د ښارواليو له خوا د پلټنو جوړ شوي مرکزونه د تازه او وچې مېوې د صادرولو په وړاندې د لوىو خنډونو په توگه ياد کړل . ((کله چې د افغانستان د وچې يا تازه ميوې يوه لارۍ او يا د نورو توکو هغه په لاره تيريږي ، په لارو کې پاټکونه جوړ شوي دي او له هغوى پيسې اخلي . دا په بشپړ ډول ناقانونه کار دى . له بده مرغه هغه مالومات چې پرون ماته راغلل ، د يوې پيټۍ نه څلور افغانۍ اخلي او د خټکو او هندوانو له لارۍ څخه لس زره افغانۍ اخيستل کيږي .)) ده دغه خبرې د افغانستان د سوداگرۍ دوزيرله دې اعلان سره جوختې کولې چې تازه او وچې ميوې د امريکا په څير د نړۍ نورو لويو هيوادونو ته د خرڅلاو لپاره ليږدوي . وزير محمد امين فرهنگ ټولو هغو کسانو ته چې د وچې او تازه ميوې پېر او پلور کوي ډاډ ورکړ چې د افغانستان د صادراتو د پرمختيايي ادارې له لارې به يې توکي نړيوالو بازارونو ته ورسوي . تير کال هم افغان دولت يو شمير گاونډيو هيوادونو ته د ميوې د صادرولو اعلان کړى وو خو ډير پراخ نه وو . له نن ديرش کاله وړاندې هغه مهال چې افغانستان دميوې او غلو دانو له لارې د خلکو اقتصاد پياوړى کاوو ،ميوې يې د سيمې د ځينې هيوادونو ته د خرڅلاو لپاره استول کيدې . | ورسره تړلي نور خبرونه ولسمشر کرزي افغان ميوې ته نړيوال بازار وغوښت10 دسمبر, 2005 | خبرونه نا امنيو د کندهار د ميو بازار سوړ کړى دى12 جولاى, 2006 | خبرونه حکومت د صادراتو او وارداتو د انډول برابرولو هڅه کوي20 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||