|
طالبان: يرغملو ته زيان به د حکومت پر غاړه وي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې وسله والو طالبانو د سويلي کوريا د ٢١ برمته شويو وگړو د راتلونکي 'ناوړه برخليک' پړه پر افغان او امريکايي حکومتونو اچولې ده. د نيول شويو کسانو په اړه طالبانو ټينگار کړى چې د دوى دريځ د ولسمشرانو بوش او کرزي له بېگانيو خبرو وروسته نه دى بدل شوى. د وسله والوطالبانو يوۀ وياند وويل دوى اوس هم د نيول شويو کوريايانو په بدل کې له زندان څخه د خپلو ملگرو ازادېدل غواړي. د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي، په هغې اعلاميه کې چې دۀ د مشرتابه شورا له لورې وښووله وويل: ''د کوريايي وگړو په اړه زموږ درپځ پر خپل ځاى دى. کرزى او بوش به يا د طالبانو غوښتنې مني او يا به د داډول پېښو ترخه عواقب زغمي. '' ولسمشرانو بوش او کرزي په کمپ ډېويډ کې د خپلو کتنو په ترڅ کې ټينگار کړى چې له اورپکو سره به خبرې اترې نه کوي. دوه د دوو په بدل کې خو، قاري يوسف وويل افغان حکومت د دوى غوښتنو ته تر اوسه هېڅ مثبت ځواب نه دى ورکړى. دۀ وويل که په اوس مهال کې د دوى غوښتنې ومنل شي يا نه، خو دوى به سړي تښتونو ته دوام ورکړي. تېره ورځ د سويلي کوريا يوۀ رسمي پلاوي چې سيمې ته تللى منلې وه چې دوى له طالبانو سره خبرې کړې. خو، تر اوسه داسې ښکاري چې د خبرو اترو بهير له ټپه ولاړ حالت سره مخامخ دى. دروېشت تنه کوريايان درې اونۍ مخکې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې طالبانو هغه مهال وتښتول چې له کابل کندهار ته پرلارې وو. د دوى دوه تنه له مخکې وژل شوي، او په پاتې ٢١ کې چې ډېرى يې ښځې دي دوه تنه، ويل کېږي، چې سخت ناروغه دي. څو ورځې مخکې يوۀ شخصي روغتون هڅه وکړه چې ناروغ شوي کسان وگوري، خو طالبانو اجازه ورنه کړه. ښاغلي احمدي وويل هغه درمل هم دوى ته نه دي رسېدلي چې د وهاج په نامۀ د شخصي روغتون د ډاکترانو لخوا په يوه دښته کې پرېښول شوي وو. ډاکترانو درمل په دې هيله پرې ايښي و چې طالبان يې ور واخلي او ناروغه کوريايانو ته يې ورکړي، چې د هغو په منځ کې ځيني روغتيايي کارکوونکي شته دي. طالبانو د غزني د والي هغه تورونه هم رد کړل چې ويل يې د يرغمل نيونې تر شا پاکستان دى او يا برمته شوي کسان له پوې هاخوا وړل شوي دي.
داسې ښکاري چې تر اوسه پورې د خبرو اترو د بهير له پاتې راتلو سره، دواړه د طالبانو او حکومتي غاړي غبرگونونه ترخۀ شوي دي. دوى اوس د خبرو د پرمختيا او يا د ستونزې لپاره د حل پر ځاى، پر يو بل تورونه لگوي. له اووه ځلې ضرب الاجل غځولو وروسته طالبانو لا له مخکې هره شېبه دا شونې بللې چې له برمته وو څخه دې ځينې کسان ووژل شي. خو له نيول شويو کسانو څخه وروستى سړى نژدې يوه اونۍ مخکې وژل شوى او له هغه وروسته د خبرو اترو په سيورې کې د پرمختياوو په اړه تر ډېره چوپتيا خپره وه. طالبان وايي دوى به برمته شوي کسان تر هغه خوشي نه کړي چې حکومت د دوى يو شمېر ملگري له زندانه ازاد نه کړي. خو حکومت تر اوسه پورې هېڅ داسې چمتووالى نه دى ښوولى چې دا غوښتنې دې ومني. | ورسره تړلي نور خبرونه طالبان: نور کوريايان کېداى شي ووژل شي01 اگست, 2007 | افغانستان يو کوريايى وژل شوى، دوه نور 'سخت ناروغه دي'31 جولاى, 2007 | افغانستان کوريايي يرغمل له ناڅرگند برخليک سره مخ دي30 جولاى, 2007 | افغانستان 'د کوريايانو په اړه خبرو کې يوڅۀ پرمختگ شوى'22 جولاى, 2007 | افغانستان کوريا:ديرغمل شو خوندي ازادي غواړو26 جولاى, 2007 | افغانستان روه: دبرمته شويو کوريايانو لپاره هڅې کوو20 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||