|
يو کوريايى وژل شوى، دوه نور 'سخت ناروغه دي' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پوليسو په غزني ولايت کې د دويم وژل شوي کوريايي يرغمل مړى په داسې حال کې موندلى چې چارواکي وايي دوه نورې برمته شوې ښځې 'سختې ناروغې' دي. طالبانو تېره شپه اعلان وکړ چې دويم کوريايى سړى يې وروسته له هغه وواژه چې له شپږ ځلې مهالوېش غځولو سره-سره هم حکومت د دوى غوښتنې ونه منلې. دغه مهالوېش اوس بيا تر چهارشنبې غرمې پورې غځېدلى. وسله والو طالبانو له حکومته غوښتي چې د دوى يو شمېر زنداني ملگري د سويلي کوريا د برمته شويو وگړو په بدل کې خوشي کړي. دروېشت کوريايان، چې ١٥ يې ښځې دي، نژدې دوه اونۍ مخکې په غزني کې هغه مهال برمته شول چې له کندهاره کابل ته پرلارې يې طالبانو بس له لويې لارې وگرځاوۀ. د طالبانو يوۀ وياند، قاري يوسف احمدي، بي بي سي ته وويل دوى تېره ورځ (دوشنبه) دوه ځلې ضرب الاجل وغځاوۀ، خو له حکومت سره د دوى په خبرو کې څه پرمختگ رانه غى، ځکه يې يو سړى وواژه. دۀ وويل وروستى ضرب الاجل دا ځلې د چهارشنبې د غرمې ١٢ بجې دي. په همدې مهال کې د افغان حکومت د هغۀ پلاوي مشر چې له طالبانو سره د برمته شويو په اړه مخامخ خبرې کوي وايي چې دوه ښځې سختې ناروغې دي. وحيد الله مجددي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل له طالبانو سره د دوى خبرې لاهم روانې وي او د پرمختگ په اړه 'يو څه هيله' شته. دۀ وويل د توپير ټکى د حکومت لخوا د طالبانو د هغې غوښتنې نه منل دي چې وايي د يرغملو په بدل کې دې د دوى زنداني ملگري خوشي کړاى شي. په سيول کې د بهرنيو چارو وزارت وژل شوى سړى، ٢٩کلن شيم سونگ مين ښوولى، چې وايي د معلوماتي تکنالوژي د برخې پخوانى کارکوونکى و. د دۀ مړى پوليسو له غزني ښار څخه څه باندې لس کيلومتره سويل ختيځ ته په ارزو کلي کې موندلى دى.
د سويلي کوريا د بهرنيو چارو وزارت وياند چيون هو سون خبردارى ورکړى چې حکومت يې 'غلى نه شي کېنستلاى چې د خپلو وگړو د وژل کېدلو ننداره وکړي.' د دويم کوريايي يرغمل له وژل کېدو وروسته سمدستي الجزيره تلوېزيوني چينل د اووه ښځينه نيول شويو کوريايانو ويډيويي انځورونه وښوول چې تر شا يې طالبان ولاړ ول. تېره ورځ د کوريا د ولسمشر يوۀ ځانگړي استازي او سلاکار له ولسمشر کرزي څخه په ليدنه کې وغوښتل چې د نيول شويو خلکو په راخوشې کولو کې هلې ځلې چټکې کړي. ولسمشر کرزي ژمنه کړې ده چې هر څه چې يې د حکومت له لاسه پوره وي د کوريايي وگړو د ازادولو لپاره به يې وکړي. د غزني والي هم ويلي چې که طالبان ١٥ ښځينه يرغمل شوي کسان بې قيده او شرطه خوشې کړي، د اووه تنو نارينه وو په بدل کې به ښايي د طالبانو زندانيان ازاد کړي. د ولسي جرگې هغو غړو چې په دې چاره کې يې منځگړتوب کاوۀ تېره ورځ کابل ته له راستنېدو وروسته نهيلي ښوولې وه. په افغانستان کې د بهرنيانو د يرغملېدو پېښې ډېرې لږ پېښېدي، خو په وروستيو کې، په تېره بيا سږ کال، پکې د پام وړ زياتوالى راغلى. خو دا وروستۍ پېښه د کسانو د شمېر له اړخه تر ټولو لويه ده. | ورسره تړلي نور خبرونه کوريايي يرغمل له ناڅرگند برخليک سره مخ دي30 جولاى, 2007 | افغانستان 'د کوريايانو په اړه خبرو کې يوڅۀ پرمختگ شوى'22 جولاى, 2007 | افغانستان کوريا:ديرغمل شو خوندي ازادي غواړو26 جولاى, 2007 | افغانستان روه: دبرمته شويو کوريايانو لپاره هڅې کوو20 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||