|
'د کوريايانو په اړه خبرو کې يوڅۀ پرمختگ شوى' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سويلي کوريا د څه باندې ٢٠ تنو برمته شويو وگړو په اړه، چارواکي وايي، اوس هم له وسله والو طالبانو سره تودې خبرې اترې روانې دي. په خبرو کې ښکېل يوۀ چارواکي بي بي سي ته نن (سه شنبه) وويل له طالبانو سره په خبرو کې يو څه پرمختگ راغلى دى، خو لاهم جوړه نه ده شوې. دۀ وويل طالبانو د برمته شويو کوريايانو په بدل کې د خپلو يو شمېر زنداني ملگرو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. په سيمه کې د هغې ډلې يوۀ وياند هم وويل چې د دوى خبرې له چارواکو سره يو ځاى ته رسېدلې دي. هغه وويل د خوشې کېدونکو طالب بنديانو د شمېر او غوراوي په اړه توپيرونو خبرې له برياليتوب څخه راگرځولې دي. طالبانو د سه شنبې د ماښام اوه بجې د يرغمل شويو کسانو لپاره ضرب الاجل ټاکلى و، چې د خپل غوښتنو د نه پوره کېدو په حال کې يې د هغوى د وژنې گواښ کړى وو. خو د خبرو دواړه غاړو بي بي سي ته وويل چې د ضرب الاجل په اړه اوس نرمښت راغلى او دوى د خبرو پايلو ته سترگې پرلار دي. د سويلي کوريا يو جگپوړى حکومتي پلاوى هم په افغانستان کې دى چې له طالبانو سره د خبرو اترو او د خپلو هېوادوالو د خوشې کېدلو لپاره د هڅو څارنه وکړي. مخکې د دفاع وزارت ويلي و چې د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ چارچاپېر يې چې پکې دغه بهرنيان برمته نيول شوي د امنيتي ځواکونه لخوا کلابند شوې او که اړتيا پېښه شوه دوى به له زوره کار واخلي.
خو اوس داسې ښکاري چې افغان حکومت غواړي د نرمې دپلوماسۍ او خبرو له لارې لانجې ته ياى ورکړي، نه د وسلې په زور. وسله والو طالبانو بيا ټينگار وکړ چې که له پوځي عملياتو کار واخيستل شي، کېداى شي برمته شوي کسان ووژل شي. په قره باغ کې د عبد الله جان ابو منصور په نامۀ د طالب قومندان، چې باور کېږي د دۀ کسانو دغه کوريايان برمته کړي، يوۀ وياند بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل يرغمل شوي کوريايان ښه ساتل کېږي او روغتيا ته يې پام کېږي. دغه وياند د برمته نيول شويو کوريايانو شمېره ٢١ تنه وښوده، چې وايي شپږ يې نارينه او ١٥ ښځې دي. خو مخکې د افغانستان او سويلي کوريا چارواکو دغه شمېره ٢٣ ته ښوولې وه. د طالب قومندان وياند وويل برمته شوي کسان عيسوي مبلغين دي چې د مخکينيو معلوماتو پر بنسټ يې هغوى ته لار ونيوله او برمته يې کړل. وياند د برمته شويو کسانو روغتيايي حالت ښه وښوول. دۀ هم ومنله چې د کوريايانو د برخليک په اړه سختې خبرې روانې دي. دغو کوريايانو له يوې عيسوي خيريه ټولنې سره کار کاوو، چې تېره پنجشنبه له کندهاره غزني ته پر لاره په قره باغ ولسوالۍ کې وتښتول شول. د شمېر له اړخه، دا په افغانستان کې د بهرنيو وگړو په يوځايي توگه تر ټولو لويه تښتونه ده. | ورسره تړلي نور خبرونه روه: دبرمته شويو کوريايانو لپاره هڅې کوو20 جولاى, 2007 | افغانستان د الماني يرغملو په اړه ضداو نقيض ادعاوې شوې21 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||