BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:46 گرينويچ 2007 ,21 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د الماني يرغملو په اړه ضداو نقيض ادعاوې شوې
په افغانستان کې د المان سرتېري
تښتوونکو له افغانستان څخه د الماني سرتېرو د وتلو غوښتنه کړې وه
په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دوى د وسله والو طالبانو پر هغې ادعا باور نه کوي چې گواکې دوه الماني وگړي چې مخکې برمته نيول شوي وو، نن د دوى لخوا وژل شوي دي.

د بهرنيو چارو د وزارت يوۀ وياند، سلطان احمد بهين، بي بي سي ته وويل دوى باور لري چې يو يو المانى سړى د زړۀ د درېدا لامله مړ شوى او دويم يې لاهم ژوندى دى.

وړاندې، طالبانو ويلي و چې دواړه الماني سړي يې يو پر بل پسې وروسته له هغه ووژل چې الماني حکومت د دوى غوښتنو ته پام ونه کړ.

دغه دوه سړي تېره چهارشنبه يې د غزني او ميدان وردگو ولايت تر منځ له يوې سيمې څخه تښتول شوي وو.

د طالبانو يوه وياند، قاري يوسف احمدي، مخکې ويلي و دوى نن (شنبه) د غرمې ١٢ بجو پورې د المان حکومت ته مهالوېش ورکړى و چې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي، که نه نيول شوي وگړي به يې ووژل شي.

قاري يوسف وويل دوى له دوولسو بجو ورسته پنځه دقيقې نور هم انتظار وکړ، خو کله چې يې د خپلو غوښتنو په وړاندې څه ځواب تر لاسه نه کړ، يو نيول شوى سړى يې وواژه او ساعت وروسته يې دويم هم وويشت.

د المان د بهرنيو چارو وزارت وايي دوى د طالبانو ادعا سخته جدي نيولې، خو د خپلو وگړو د وژنې خپلواک تاييد يې نه دى ترلاسه کړى.

د المان مشرې، انگيلا ميرکل وړاندې اعلان کړى و، چې د طالبانو په غوښتنه به له افغانستان څخه هغه سرتېري ونه باسي چې د ناټو تر مشرۍ لاندې دلته مېشت شوي دي.

دغه دوه المانيان د چهارشنبې په ورځ په جغتو ولسوالۍ کې هغه له خپلو شپږ تنو افغان همکارانو سره وتښتول شول چې د يوۀ بند د جوړونې په کار پسې تللي ول.

طالبانو همدارنگه په غزني ولايت کې ١٨ عيسوي کوريايان هم نيولي چې د هغوى د خوشي کولو لپاره يې هم د جنوبي کوريا له حکومت څخه ورته غوښتې کړې دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت