BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:31 گرينويچ 2007 ,20 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روه: دبرمته شويو کوريايانو لپاره هڅې کوو

د تښتول شويو عيسوي کوريايانو يو ملگرى
په افغانستان کې د کوريايي وگړو دغې ډله ييزې تښتونې کوريايانو ته ټکان ورکړى
د جنوبي کوريا ولسمشر، روه موهيون، ژمنه کړې چې په غزني کې د تښتول شويو خپلو ١٨ وگړيو د خوشي کولو لپاره به ټولې هڅې وکړي.

د دۀ څرگندونې وروسته له هغه کېږي چې وسله والو طالبانو چې دغه عيسوي کوريايي وگړي يې نيولي گواښ کړى چې تښتول شوي کسان به ووژني که د دوى هېواد خپل سرتېري له افغانستان څخه ونه باسي.

د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزارت مخکې ويلي و چې دوى به له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو په مهالوېش کې بدلون را نه ولي. دغه هېواد په افغانستان کې د ناټو تر قوماندې لاندې ٢٠٠ سرتېري لري، چې ټاکل شوې د روان زېږديز کال په پاى کې به بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

دغه ١٨ تنه کوريايان چې عمرونه يې د٢٠ او ٣٠ ترمنځ ښودل شوي دي د افغانستان د غزني ولايت د قره باغ له ولسوالۍ څخه د پنجشنبې په ورځ تښتول شوي دي .

دوى هغه مهال وتښتول شول چې له کندهار څخه د کابل په لور روان وو او د سپرلۍ بس يې د غزني په ولايت کې طالبانو ودراوه .

په تښتول شويو کې ١٥ تنه ښځې دي.

د وسله والو طالبانو يوۀ وياند، قاري يوسف احمدي، بي بي سي ته مخکې وويل چې د نيول شويو کوريايانو د برخليک په اړه د دوى پرېکړه همدا وه چې که جنوبي کوريا خپل ځواکونه ونه باسي تښتول شوي کسان به يې ووژل شي.

له غزني څخه راپورونه وايي چې له چارواکو له وسله والو طالبانو سره د تښتول شويو کسانو د خوشي کېدو په اړه نن (شنبه) خبرې اترې پيل کړې او ژر به يې پايلې څرگندې شي.

په تيرو وختونو کې طالبانو هڅه کړې ده چې دمرستندويه ټولنو د افغان او بهرنيو کارکوونکو په تښتولو سره د خپلو هغو ملگرو ازادي وغواړي چې د افغان دولت په قيد کې پراته دي . دوى مخکې د بهرنيانو د تښتولو او بيا خوشي کولو په بدل کې پيسې هم اخيستې دي.

د کوريايانو نيونه په يوه اونۍ دويمه پېښه وه چې د وسله والو طالبانو لخوا بهرنيان په ډله ييزه توگه تښتول کېږي.

له کوريايانو يوه ورځ وړاندې د المان د بهرنيو چارو وزارت تاييد کړه چې دوه تنه وگړي يې په افغانستان کې تښتول شوي دي.

دغه کسان د بيا رغاونې د پروژو لپاره د نادولتي ټولنو کارکونکي بلل شوي دي .

دوى له کابل څخه نژدې ١٠٠ کيلو مټره ليرې د ميدان وردکو له ولايت څخه وتښتول شول .

د المان ددفاع وزارت ويلي دي چې ددغو جرمنيانو د خوشې کولو لپاره ټولې هلې ځلې روانې دي .

طالبانو له المان څخه هم ورته غوښتنه کړې - وايي هغه مهال ده دغه دوه المانيان خوشي کړي چې ځواکونه يې له افغانستان څخه ووځي.

خو د المان حکومت تر اوسه پورې د طالبانو ددغې غوښتنې په وړاندې غبرگون نه دى ښودلى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت