BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:44 گرينويچ 2007 ,23 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په غزني کې ١٨ ماين پاکان تښتول شوي
ماين پاکوونکى (د ارشيف انځور)
ماين پاکان له خپلو وسايلو سره يوځاى تښتول شوي
وسله والو طالبانو په غزني ولايت کې د ماين پاکۍ د يوې موسسې اتلس تنه کارکوونکي له سپو او گاډو سره يو ځاى تښتولي.

ځايي چارواکو تر اوسه يوازې د اتو تنو د تښتونې خبر تاييد کړى، خو طالبان او د هغې موسسې چارواکي چې تښتول شويو کسانو ورسره کار کاوه وايي ١٨ کسان يې په غزني ولايت کې بيول شوي.

د ماينونو د پلټنې لپاره د سپو مرکز (Mine Detection Dog Centre) موسسې مشر شهاب حکيمي پژواک خبري اژانس ته ويلي چې طالبانو يې ١٨ تنه کارکوونکي له څلورو موټرو او دريو سپيو سره غزني ښار ته نژدې په ارزو کلي کې تښتولي دي.

ښاغلي شهاب ويلي چې ددوى کارکوونکي نن سهار له شپږو بجو څخه مخکې له غزني څخه اندړو ولسوالۍ ته روان وو، چې وتښتول شول.

حکيمي ويلي چې ځايي طالبانو له دوى سره اړيکې نيولي او ورته ويلي يې دي چې له خپلو پلټنو وروسته به ياد شوي کسان خوشې کړي .

دۀ دا هم ويلي چې طالبانو ورته ګواښ کړى ، چې که حکومتي ځواکونو د تښتول شويو کسانو د خلاصون لپاره په کوم کار لاس پورې کړ، کارکوونکي به ووژني.

په سيمه کې وسله والو طالبانو بي بي سي ته ويلي چې د ماين پاکولو د موسسې ١٨ کارکوونکي دوى د غزني – پکتيکا له لويې لارې تښتولي. طالبان وايي دوى له نيول شويو کسانو څخه پلټنې کوي او که بېگناه وختل بېرته به يې خوشې کړي.

هغه سيمه چې ورڅخه د ماين پاکۍ کارکوونکي تښتول شي د غزني ښار په څو کيلومترۍ کې پرته ده.

په غزني ولايت کې له مخکې د وسله والو طالبانو په ضد د افغان او بهرنيو ځواکونو پوځي عمليات پيل شوي چې لاهم روان دي.

د افغانستان په سويل کې د نورو سيمو په څېر، په غزني کې هم په وروستيو مياشتو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې.

تېره مياشت، ولسشمر حامد کرزى همدې ولايت ته د سفر پرمهال د وسله والو طالبانو لخوا د توغنديو له بريده بچ شو، خو دغې پېښې وښووله چې د امنيت لپاره د حکومت او نړيوالو ځواکونو له ټولو هڅو سره-سره امنيتي حالت څومره د باور وړ دى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت