BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:23 گرينويچ 2007 ,01 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبان: نور کوريايان کېداى شي ووژل شي

يرغمل شوي کوريايان
له نيول شويو ٢٣ کوريايانو څخه دوه تنه له مخکې وژل شوي دي
په داسې حال کې چې د طالبانو لخوا ورکړ شوى ضرب الاجل پاى ته رسېدلى، د نيول شويو کوريايانو برخليک له ناڅرگند حالت سره مخامخ دى.

طالبان او چارواکي وايي ٢١ کوريايي وگړي لا تر اوسه ژوندي دي، خو د دوو ښځينه وو روغتيايي حالت خورا خراب دى.

د طالبانو يوۀ وياند وويل د چهارشنبې دغرمې د مهالوېش له تېرېدو وروسته لاهم دوى له حکومت سره په خبرو اترو کې پرمختگ ته سترگې پرلاره دي. خو مرکچيان او طالبان دواړه وايي چې تر اوسه د يرغملو د خوشي کولو په اړه د هېڅ جوړجاړې نښې نه ښکاري.

د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي، وويل د وروستي مهالوېش له تېرېدو وروسته هره شېبه د دې شونتيا شته چې يو يا څو کوريايان دې ووژل شي ځکه حکومت د اووم ځل لپاره هم د ضرب الاجل له غځېدو وروسته د دوى غوښتنې نه دي منلې.

دۀ وويل ټول يرغمل شوي کسان ناروغه دي، خو د دوو حالت مرگونى دى. تېره ورځ وحيد الله مجددي، د حکومتي پلاوي مشر چې له طالبانو سره خبرې پرمخ بيايي، هم اندېښنه ښوولې وه چې دوه برمته شوې ښځې په ناوړه حالت کې دي.

وسله وال طالبان غواړي د دوى ځينې زنداني ملگري د افغانستان له بنديخانو څخه ازاد کړل شي.

په غزني کې داسې پاڼې هم د دفاع وزارت لخوا خپرې شوې چې خلکو ته په نامعلومو سيمو کې خبردارى ورکوي چې خوندي سيمو ته ولاړ شي ځکه دوى د يو لړ عملياتو پيلولو تابيا لري.

خلکو ته ويل شوي چې د حکومت تر واک لاندې سيمو ته وخوځېږي چې په پوځي عملياتو کې ورته زيان ونه رسېږي. د چورلکو لخوا د دغو پاڼو له خپرېدو وروسته داسې اوازې خپرې شوې چې حکومتي او بهرني ځواکونه د يرغملو د خوشي کولو لپاره د ژغورنې د عملياتو تابيا لري.

خو د دفاع وزارت وياند وويل په غزني کې دغه راتلونکي عمليات له يرغملو سره هېڅ تړاو نه لري او له مخکې پلان شوي وو.

 اووه ځلې د ضرب الاجل له غځولو وروسته بياهم حکومت زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى ورکړى. اوس هره شېبه د دې امکان شته چې له برمته شويو کسانو څخه ځينې ووژنو.
د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې په اسلام اباد کې د سويلي کوريا سفارت د پاکستان د پارلمان له هغو غړو غوښتي چې له طالبانو سره خواخوږي لري.

د خبرونو له مخې، د سويلي کوريا سفير په ځانگړې توگه د جمعيت علماى اسلام له مشر، مولانا فضل الرحمن، نه غوښتي چې د نيول شويو کسانو په راخوشي کولو کې مرسته وکړي.

له دې وړاندې د سويلي کوريا حکومت له متحدو ايالاتو څخه هم د خپلو کسانو د ژغورلو په هڅو کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

دروېشت کوريايان، چې ١٥ يې ښځې دي، دوه اونۍ مخکې په غزني کې هغه مهال برمته شول چې له کندهاره کابل ته پرلارې يې طالبانو بس له لويې لارې وگرځاوۀ.

له تښتول شويو ٢٣ کسانو څخه د دوى مشر او يو بل سړى په تېرو څو ورځو کې وژل شوي دي او تر اوسه ٢١ نور ټول ژوندي دي.

په افغانستان کې د بهرنيانو د يرغملېدو پېښې ډېرې لږ پېښېدي، خو په وروستيو کې، په تېره بيا سږ کال، پکې د پام وړ زياتوالى راغلى. خو دا وروستۍ پېښه د کسانو د شمېر له اړخه تر ټولو لويه ده.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت