|
هندى ستورى زنداني شو،مينه وال خپه دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دباليوډ ستورى سنجې دت ددې لپاره زندان ته واستول شو چې دممبي د١٩٩٣ کال د بمي بريدونو له تورن څخه ىې ماشينگڼه رانيولې وه . دى د هند په لويديځ کې ىو زندان ته واستول شو.ده ته دسې شنبې په ورځ د ممبي ىوې محکمې دبند٦ کلنه سزا واوروله . ىو قاضي د ښاغلي دت دا غوښتنه رد کړه چې دى به د سزا دغه کلونه په ممبي کې تيروي . دده وکيل وويل له سترې محکمې به وغواړي چې ښاغلى دت د ضمانت له لارې خوشې کړي .
سنجې دت د فلم ستوري په توگه ديوځانگړى نوم خاوند دى
دى د سىنما د مىنه والو ترمنځ ډىر شهرت لري
هغه يې پلار سنيل دت ته ډىر نژدې وو هغه سړى چې له فلمي ژوند وروسته يې تر مرگه سياست ښه وباله اود سياسي سړي څيره يې غوره کړه
په دې وروستيو کلونو کې سنجې دت د ىو ځلانده ستوري په څيره کې راڅرگند شواو په ډاگه ىې د شخصي ستونزو او د نشي توکو د کارونې په اړه خبرې وکړې
سنجې دت د فلم د توليد يو شرکت جوړ کړ او ښه فلمونه ىې وړاندې کړ چې (( منه بهاىى)) يې ډير نوم تر لاسه کړ
په ١٩٩٣ کال ده ١٨ مياشتې په زندان کې ددغو بريدونو سره د تړاو په تور تيرې کړې
هغه د ىې دکاربڼې ته په فلمونو کې بدلون ورکړ اوپه٢٠٠٦ کال کې ىې داسې فلم وړاندې کړ چې له نورو هغو يې توپير درلوده .هغه (( لگې رهو منه بهاىي )) وو | ورسره تړلي نور خبرونه هاليوډ: پر القاعدې فلم جوړو25 مۍ, 2007 | خبرونه سنجې دت له بلې محکمې سره مخامخ دى 01 جون, 2007 | خبرونه دهاليوډ ستوري خپل کالج ته پيسې ورکړې07 جون, 2007 | خبرونه په پښتو فلمونو کې پنجابۍ نجونې07 جون, 2007 | خبرونه کارگو٢٠٠ !بېسارى روسي فلم15 جون, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||