BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:34 گرينويچ 2007 ,30 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو: افغانستان کې د وړو بمونو پر کارولو غور کوو
په افغانستان کې د ناټو چورلکه
د ناټو مشر وايي سپک بمونه به ولسي خلکو ته د زيان احتمال لږ کړي، خو دغه شونتيا په بشپړه توگه له منځه نه شي تللى
د ناټو تړون مشر ياپ دي هوپ شيفر وايي دوى پر دې غور کوي چې د طالبانو په ضد جگړه کې يې ځواکونه واړۀ بمونه وکاروي چې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې مخه ونيول شي.

په برتانيې کې له خپريدونکې Financial Times ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلي شيفر وويل د ټلوالي قوماندانان پر دې کارکوي چې په ځينې حالاتو کې د ناټو الوتکي واړۀ بمونه وکاروي.

که څه هم چې وايي شونې نه ده چې دغه بدلون دې په بشپړ ډول ملکي وگړو ته د مرگ ژوبلې د مخنيوي ژمنتيا وکړي.

دۀ وويل د سوله ساتو ځواکونو قوماندان خپلو سرتېرو ته همدا ډول ويلي چې که پر وسله والو طالبانو بريدونه ولسي خلکو ته د مرگ ژوبلې لامل کېږي، خپل بريدونه دې وځنډوي.

په روانه مياشت کې تر نوي ډيرو ناحکومتي موسسو وويل چې سږکال شاوخوا ٢٣٠ تنه ملکي وگړي دنړيوالو ځواکونو په پوځي عملياتو کې په افغانستان کې وژل شوي دي .

افغان ولسمشر خپلو خلکو ته د بهرنيو ځواکونو لخوا د زياتېدونکې مرگ ژوبلې لامله په وار-وار له ناخوښۍ ډکې ويناوې کړې. دۀ د ناټو ځواکونو ته گيله کړې ده چې دوى ته د افغانانو ژوند بې ارزښته ښکاري.

افغان ملکی وگرید ولسي وگړو مرگ ژوبله:
د 'احتياط! ' غږ اخر تر سپينې ماڼۍ ورسېد
ملکید ولسي وگړو مرگ ژوبله:
د زړونو گټلو په مبارزه کې دوامدار سرخوږى
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت