کرزی: د افغانستان لانجه په جنګ نه، په سولې هوارېدای شي

د عکس سرچینه، One Afghanistan
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغانانو او نړيوالو غږ کړی چې له جنګه لاس واخلي او د سولې لار خپله کړې.
نوموړي نن (۴ سپټمبر) په لندن کې د افغانانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال زياته کړه چې "د افغانستان د نجات يوازيني لار د ښکېلو غاړو تر منځ سوله ده".
ښاغلي کرزي وويل چې "طالبانو زما ورور راووژی او په زرګونو نور افغانان يې په بريدونو کې مړه شول". خو د ده په وينا، دی بيا هم هغو ته "وروڼه" وايي او هيله لري چې هغوی له جنګ څخه لاس واخلي او د هېواد په ابادۍ کې رول ولوبوي.
ښاغلی کرزی نن په څو ورځني سفر لندن ته راورسېد او دلته مېشتو افغانانو غونډې ته يې وویل، افغانستان په هېواد کې مېشتو ټولو قومونو ګډ کور دی او ولس بايد د دې اجازه ور نه کړي چې د قومونو منځ تفرقه او درزونه پيدا شي.

د عکس سرچینه، One Afghanistan
په لندن کې نننۍ غونډه د "يو افغان" يا "افغان واحد" ټولنې له خوا جوړه شوې وه چې له تېر کال راهيسې په بريتانيا کې د افغانستان په نامه بېلو قومونو د وګړو تر منځ د پوهاوي د ډېرولو او نژدېوالي لپاره کار کوي.

د عکس سرچینه، One Afghanistan
د دې ټولنې يو بنسټ اېښودونکی مشر پير محمد باوري وايي، پلان لري د دغې ټولنې فعاليتونه په اروپا کې تر نورو هېوادونو او خپله افغانستان پورې وغځوي.




