د افغانستان لوی زندان کې د بندیانو لاسي او حرفوي کار

د غالۍ تارونه او نور توکي د زندان اداره برابروي کاریګر د پیسو په بدل کې کار کوي.
د عکس تشریح، د غالۍ تارونه او نور توکي د زندان اداره برابروي کاریګر د پیسو په بدل کې کار کوي.
    • Author, زمزمه نیازۍ
    • دنده, بي بي سي

کله مو اورېدلي چې په افغانستان کې بندیان په زندان کې له کار کولو د خپلې کورنۍ له اقتصاد سره مرسته کوي، د کابل په څرخي پله زندان کې یوشمېر زندانیان حرفه یې کارونه کوي او ځینې نور بیا لاسي صنایع جوړوي.

دا چې د دوی په لاس جوړ شوي څیزونه څنګه جوړیږي او چېرته پلورل کېږي، د لوړو امنیتي سمنټي دېوالونو تر شا، د کابل څرخي پله زندان کې د ماهرو زندانیانو چې د حرفې او لاسي صنایعو برخه کې کار کوي لیدو ته ولاړم.

غالۍ اوبدونکي، په یوې لویې خونې کې د غالۍ اوبدولو شږو کارګاوو باندې یو ځای کار کوي.

په ګوتو شمار بندیان له خپلو وړتیاوو په ګټې اخیستنې سره دلته په خپل زړه راځي او شپږ ساعته کار کوي.

د غالۍ تارونه او نور توکي د زندان اداره برابروي کاریګر د پیسو په بدل کې کار کوي.

یوه بله ډله زندانیان له کلکو امنیتي تدابیرو سره د ترکاڼۍ کار ځای ته راځي او ترکاڼي کوي.
د عکس تشریح، یوه بله ډله زندانیان له کلکو امنیتي تدابیرو سره د ترکاڼۍ کار ځای ته راځي او ترکاڼي کوي.

یو دېرش کلن ځوان چې شپږ کاله یې زندان کې تېر شوي او پنځه لس کاله یې بند دی وایي پخوا یې غالۍ اوبدل نه و زده دلته زندان کې یې زده کړي او تر دې دمه یې ۶ غالۍ اوبدلي.

دې بندې ویل د غالیو په اوبدلو یې د زندان ژوند ځانته اسانه کړی.

بهرني پیردونکي

د غالۍ بیه د زندان ادارې مشر ټاکي او پیسې د دولت حساب ته ورځي. کارکوونکي وایي ډېری پېرودونکي یې بهرنیان دي.

یوه بله ډله زندانیان له کلکو امنیتي تدابیرو سره د ترکاڼۍ کار ځای ته راځي او ترکاڼي کوي.

اوو زندانیانو په بریښنایي ماشینونو د پیسو په بدل کې څوکۍ، میزونه، المارۍ او دروازې جوړولې.

د ترکاڼۍ توکي ورته دولت برابروي. د دې برخې کاریګر ډېری د زندان د دولتي کارکونکو سپارښتنې اخلي او څیزونه جوړوي دلته له بازار نه بیې ۲۰ سلنه راټیټې دي.

د همدې ځای مخامخ په یوه لویه خونه کې یو شمېر زندانیان فلزي شیان جوړوي.

هغه بندیان چې د محکمې د پرېکړې پربنسټ د زندان د ننه کې له کارکولو نه دي منع شوي وخت ورکول کیږي چې دلته کار وکړي.

یو شمیر بندیان بیا د خپل وخت تېرولو لپاره دننه په بلاکونو کې له مریو د امنیتي ځواکونو وسلې او نور ښکلي څیزونه جوړوي.
د عکس تشریح، یو شمیر بندیان بیا د خپل وخت تېرولو لپاره دننه په بلاکونو کې له مریو د امنیتي ځواکونو وسلې او نور ښکلي څیزونه جوړوي.

یو شمیر بندیان بیا د خپل وخت تېرولو لپاره دننه په بلاکونو کې له مریو د امنیتي ځواکونو وسلې او نور ښکلي څیزونه جوړوي.

موږ ته اجازه رانه کړل شوه چې بلاکونه ته د ننه لاړ شو. زندان ساتونکو یو شمېر مرۍ اوبدونکي زموږ د مرکې لپاره د زندان صنعتي ځای ته راوستل.

۴۰ کلن بندي په څوکې کیناست راته یې ویل شل کاله بند ورته ورکړل شوی اوس مهال یې نهه کاله تیر شوي له مریو امنیتي وسلې او د ښځو د سینګار څیزونه جوړوي له همدې لارې هره میاشت لس زره افغانۍ کور ته لېږي.

د زندانیانو د لاسي صنایعو د خرڅلاو لپاره ځانګړی بازار نه شته، اونۍ کې دوه ځله چې د بندیانو خپل خپلوان د دوی لیدو ته راځي له مریو جوړ څیزونه همدلته پلورل کېږي.

ديني علوم

کاریګر بندیان له نورو زندانیانو په جلا بلاک کې اوسېږي.

د مرکزي زندان مشر سردار محمد ځاځی وایي د حرفه یې زده کړو ترڅنګ بندیانو ته د لیک لوست او دغه راز دیني علوم هم ورزده کول کیږي. ښاغلی ځاځی وایي (د حرفی کارونو ترڅنګ زندانیانو ته لیک لوست د قرآن زده کړې هم ورکول کیږي).

د غالۍ بیه د زندان ادارې مشر ټاکي او پیسې د دولت حساب ته ورځي.کارکوونکي وایي ډېری پېرودونکي یې بهرینان دي.
د عکس تشریح، د غالۍ بیه د زندان ادارې مشر ټاکي او پیسې د دولت حساب ته ورځي.کارکوونکي وایي ډېری پېرودونکي یې بهرینان دي.

ښاغلی ځاځی وایي دولت په پام کې لري چې ډېر ژر د زندانیانو د لاسي صنایعو لپاره په کابل ښار کې بازار پیدا کړي.

څرخي پله زندان په افغانستان کې تر ټولو لوې زندان دی چې شاوخوا ۱۲ زره بندیان لري. د دغه زندان مخینه د په افغانستان کې شاهي حکومت ته رسېږي.