د اسلامي حزب پلاوي کابل کې د سولې شورا سره خبرې کړې دي

د عکس سرچینه، AFP
د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب استازو په کابل کې د سولې شورا سره خبرې کړې دي.
د ښاغلي حکمتيار ډله په تېرو ١٥ کالو کې افغانستان کې د بهرنېو ځواکونو او حکومت سره جنگېدلې ده.
د سولې شورا د دې خبرو د تاييد پر مهال ويلي دي "چې د دوى په بلنه د حزب يو پلاوي په کابل کې د شورا رييس پير سيد احمد گيلاني او مرستيال کريم خليلي سره ليدلي دي".
د شورا د اعلاميې له مخې د حزب په پلاوي کې محمد امين کريم، عبدالقدوس صافى او همايون جرير شامل وو.
اعلاميې کې راغلي دي چې دغه له اسلامي حزب سره د مخامخ خبرو لومړنۍ غونډه وه.
له غونډې وروسته د سولې شورا د دارلانشا مشر محمد ايوب رفيقي او د اسلامي حزب د پلاوي مشر محمد امين کريم وويل چې خبرې به جاري ساتي.
که څه هم د دې خبرو جزيات نه دي معلوم، يواځې دا تېره اوونۍ اسلامي حزب خبرو ته ليوالتيا ښودلې وه.
د افغانستان حکومت هيله لري چې د طالبانو ډلې سره هم مخامخ خبرې پيل شي.








