مودي: زوکړه دې مبارک شه، غني: مننه، خو نن نه ده

د عکس سرچینه، PIB
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د تېرې جمعې په ورځ (فبروري ۱۲مه)، پر خپلې ټویټر پاڼې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د هغه د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړې ده.
ښاغلي مودي د مبارکۍ پیغام کې د افغانستان د ولسمشر لپاره اوږد عمر، سلامتیا او بریا غوښتې ده.
د ښاغلي غني د زوکړې خبره په ټولنیزو رسنیو، په تېره بیا فیسبوک کې خپره شوه، چې ګڼو کسانو ورته مبارکۍ ورکړې وې.
خو ولسمشر غني د جرمني مونیخ امنیتي غونډه کې و، له هماغه ځایه یې ښاغلي مودي ته په ځواب کې لیکلي چې: ''ښاغلی لومړی وزیره، له مونیخ نه مې سلامونه ومنه، که څه هم زما د زوکړې ورځ د مې ۱۹مه نېټه ده، خو په هر حال، له تا نه د زړه له کومي مننه کوم''.

د عکس سرچینه، .
د هند لومړي وزیر ظاهراً د ولسمشر محمد اشرف غني د زوکړې د ورځې په اړه د آزادې ویکیپېډیا پر وېبپاڼې تکیه کړې ده.
د ګوګل لټون کې د ولسمشر د زوکړې نېټه لاهم د فبرورۍ ۱۲مه نېټه ده.
د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د ټویټر تعقیبوونکو شمېر تر ۱۷ میلیون ډېر دی چې په ټویټر کې د نړۍ په ډېرو فعالو مشرانو کې راځي.
ښاغلي غني ته د هند د لومړي وزیر له خوا د زوکړې د ورځې مبارکۍ په اړه د هند د ننه په ټویټر کې ډېر غبرګونونه لیکل شوي.

د عکس سرچینه، .
یوه ټویټر کارکوونکي ښاغلي غني ته له وخت وړاندې د زوکړې د ورځې د مبارکۍ په اړه مشهور هندی متل راخیستی چې وايي ''د خیر په کار باید ځنډ ونه شي''.
ځینو نورو بیا د کنایې په توګه له ښاغلي غني غوښتي، چې د خپلې زوکړې ورځ (مې ۱۹مه) د فبرورۍ پر ۱۲مې بدله کړي!.

د عکس سرچینه، .








