جلال اباد: د ولایتي شورا غړي کور کې ځانمرګی برید شوی

برید ګر هم د ختم مراسمو لپاره کور ته په ورتلونکو خلکو کې شامل و.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، برید ګر هم د ختم مراسمو لپاره کور ته په ورتلونکو خلکو کې شامل و.

ختیځ ننګرهار ولایت کې چارواکي وايي د ولایتي شورا یوه غړي عبید شینواري په کور کې د ځانمرګي برید پایله کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوکیاڼي وايي، پېښه په ځايي وخت غرمه نژدې ۱۱ بجې د جلال اباد ښار په دریېمه ناحیه سیمه کې شوې.

د عبید شینواري یو ورور څه موده مخکې د 'اسلامي دولت' نومي ډلې وسله والو تښتولی و، چې له راخوشي کېدو وروسته یې کور کې د قرانکریم ختم کېده.

د عبید شینواري پلار ملک عثمان چې قومي مشر دی، ټپیانو کې شامل دی.

ویل کېږي، برید ګر هم له میلمنو سره یو ځای کور ته ننوت او د میلمنو منځ کې یې په ځان پورې تړليو باروتو ته چاودنه ورکړه.

ویل کېږي د داعش له ولکې خوشی شوی سړی حاجي سمین هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی.

له یوې اونۍ لږ وخت کې دا جلال اباد کې دویم ځانمرګي برید دی، چې کېږي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له یوې اونۍ لږ وخت کې دا جلال اباد کې دویم ځانمرګي برید دی، چې کېږي

چارواکي د پېښې قربانیانو د شمېر ډېرېدو وېره ښيي. تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.

له یوې اونۍ لږ وخت کې دا جلال اباد کې دویم ځانمرګي برید دی.

له دې مخکې بریدګر جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ په درشل کې له یوه ځانمرګي بریده وروسته یوه نژدې ودانۍ کې پټ شول او له افغان امنیتي ځواکونو سره یې نژدې څلور ساعته نښته وکړه.

هغه برید کې د دریو بریدګرو په ګډون د افغان امنیتي ځواکونو اووه کسان وژل شوي وو. د هغه برید پړه اسلامي دولت نومي ډلې منلې وه.