"د طالبانو دوو ډلو تر منځ جګړه کې ۵۰ وسله وال وژل شوي"

د عکس سرچینه، d
د افغانستان په ختيځ کې د هرات والي وياند ويلي، د طالبانو د دوو ډلو ملا اختر محمد منصور او ملامحمد روسول د پلويانو تر منځ نښته کې له ۵۰ زيات وسله وال وژل شوي دي.
دوی وايي جګړه د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې شوې ده.
د هرات والي وياند احسان الله حيات د سې شنبې په ورځ (۸ ډسمبر) په دغه ولايت کې په يوه خبري ناسته کې وويل، ډېری وژل شوي کسان د ملا محمد رسول له ډلې سره تړاو لري.
دی زياتوي تراوسه په دغه پېښه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې چې نه یې غوښتل نوم يې واخيستل شي، بي بي سي ته د دغې پېښې پخلی کړی خو د وژل شوي شمېر يې۴۰ تنه ښودلی دی.
په همدې حال کې د قاري يوسف احمدي په نامه د طالبانو يوه وياند رسنيو ته د خبر پاڼې په لېږلو ویلي "د اختطافګرو او اربکيانو بريد يې په شا کړی او زيات زيان يې ورته اړولی"
د ده په وينا په دغه جګړه کې ۸ طالبان هم وژل شوي دي.
د طالبانو د ملا محمد رسول ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ملا اختر محمد منصور په تېر جولاي کې د طالبانو د بنسټ اېښودونکي مشر ملا محمد عمر مجاهد د مړينې د خبر له راښکاره کېدو وروسته د مشر په توګه ټاکل شوى وو، چې سم لاسي ورسره مخالفت راښکاره او د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو بله ډله رامنځ ته شوه.








