وروستیو ناامنیو د شېرخان بندر ترانزیت ټکنی کړی

- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, شېر خان بندر
د افغانستان شمال کې د شېر خان بندر چارواکي وايي ټرانزیټ یې وروستیو نا امنیو په کمساري ډول ټکنی کړی، او کلني عواید یې څو سلنه راټیټ شوي. د کندوز چارواکي وايي دغلته په ټوله کې سوداګرۍ او پانګونې له هغه څه څو ځله ډېر زیان لیدلی چې په اړه یې ویل کېږي.
د ملي یووالي په نوم د حکومت له جوړښت وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و کندوز او د شمال هغه سیمې به چې له منځنۍ آسیا سره جوختې پرتې دي، د سیمې پر ټرانزیټي څلور لاري اړوي، څه چې فکر کېږي افغانستان ته به لویه لاس ته راوړنه وي.
خو اوس چارواکي وایي حالت یې له یوه مخه په شا روان دی.
د تېرو کلونو په پرتله دلته هرڅه مخ په ځوړ دي راته وویل شول پخوا د هیلو کچه لوړه وه.

د کندوز چارسمبالی والي حمدالله دانشي د سوداګرۍ او ټرانزیټ د خرابېدونکي حالت کچه تر هغه هم بده یادوي چې وايي له دې سیمې بهر یې فکر کېږي:
''د سوداګرۍ له پلوه د بېلګې په ډول تېر کال د تېرېدونکو موټرو شمېر ۳۲۰۰ ته رسېده، خو سږ کال یا دوه سوه یا هم یو سل او اتیا موټر راغلي، نو تاسې دا له تخنیکي اړخه وګورئ چې څومره کچه راټیټه شوې''.

نا امنیو او تښتونو نه یوازې د موټر چلونکو ژوند ته ګواښ پېښ کړی، منځنۍ آسیا ته یې د توکو په اړولو کې هم ستونزې شته.
تاجکي حکومت شیرخان بندر تړلی
د شیر خان بندر پل هغه ورځې چې په کندوز کې سختې جګړې وې، تاجکي حکومت تړلی و، له دې وېرې چې ګواکې خاورې ته یې څوک ورنه شي.
د شیر خان بندر د ګمرک مشر شهاب الدین باور دغلته د موټر پر تم ځای ګرځولم چې د پخواني او اوسني حالت په پرتلنه راته وغږېږي:

''څه ډول چې خلک فکر کوي کندوز اقتصاد ترې دې ډېر ټکان لیدلی، په جګړه کې د کندوز خلک ډېر زیانمن شول دولتي ادارې بیخې له منځه لاړې، پانګونې ووتې هغوی چې دلته یې پانګونه کوله ژر دې ته جوړ نه دي چې بېرته خپلې چارې پیل کړي او دا د کندوز اقتصاد ته یو لوی ټکان دی''.
ښاغلی باوري وايي، تېر کال ددغه بندر عواید څه باندې اوه سوه میلیون افغانیو ته رسېدلي وو، خو سږ کال یې شاوخوا پنځه سوه میلیون افغانۍ عواید لرل.

له بي بي سي سره په خبرو کې باوري یادوله چې که ټیکاو وي تمې لري چې منځنۍ آسیا او آن اروپا ته به د ټرانزیټ لاره ولري، او افغان اقتصاد ته به په ښه ډول اوږه ورکړي.
کندوز چې تر ډېره یې افغانان د غلو دانو او کرنې یوه مړه سیمه ګڼي، د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه یې د پام وړه ده.
خو یوه موده به وغواړي چې سوداګر دې بېرته په شمال ختیځه سیمه کې د خپل کاروبار د دوام لپاره ډاډمن شي، دا حالت نو یوازې د سوداګرو زیان نه دی سیمه به هم له اقتصادي اړخه خواره کړي او کړاو به یې ددې سیمې وګړي ګالي.










