افغانستان او پاکستان کې زلزلې له ۳۶۰ ډېر وژلي

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د تېرې ورځې (دوشنبه اکتوبر ۲۶) زلزلې له کبله د هېواد په نهو ولایتونو کې لږترلږه ۱۱۵ کسان وژل شوي، ۵۳۸ نور ټپیان دي، ۷۶۳۰ کورونه، ۱۲ ښوونځي، ۱۷ جوماتونه او ۲۰ دولتي ودانۍ ویجاړې شوې دي.
پاکستان کې یادې زلزلې تر اوسه د تاييد شویو شمېرو له مخې ۲۴۸ کسان وژلي او ۱۶۶۵ نور يې ټپیان کړي دي.
یوازې ۱۸۴ کسان د ډیورنډ کرښې ته څېرمه خیبر پښتونخوا کې وژل شوي او ۱۴۵۶ نور ټپیان دي.
پاکستاني چارواکي وايي، د زلزلې له کبله خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي، او تر اوسه دوی د ۲۵۲۰ کورونو د ویجاړېدو او خبرونه ترلاسه کړي.
بل خوا، په افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس بي بي سي ته وویل، اغېزمنو شویو سیمو ته مرستې رسول پیل شوي دي.
نوموړی وايي، دا چې له ځینو زلزلې ځپلو غرنیو سیمو ته کره معلومات نه دي راغلي او هلته لاسرسی هم ګران دی، شاید د قربانیانو او د ټپیانو شمېر لوړ شي.
ښاغلی سیاس زیاتوي په کونړ ولایت کې زلزلې لسګونه کسان وژلي، او په ترتیب سره بدخشان، تخار، بغلان، ننګرهار، پروان، کابل، خوست او نورستان د مرګ ژوبلې او مالي زیان له کچې اغېزمن شوي ولایتونه دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، Reuters
هغه وویل، تر اوسه د افغانستان بهر ته د زلزلې ځپلو لپاره د مرستې لاس نه دی اوږد کړی، خو نادولتي بنسټونو او ملګرو ملتونو د مرستې رسولو برخه کې همکاري پیل کړې ده.
نوموړی دا هم وايي، چې امریکا، ترکیې او ایران له زلزلې ځپلو سره د همکارۍ ژمنه کړې، خو تر اوسه هېڅ کومه بهرنۍ یا نړیواله مرستندویه ټولنه افغانستان ته نه ده راغلې.

د عکس سرچینه، EPA
د تېرې دوشنبې په ورځ (لړم/عقرب پر څلورمه) د افغانستان پر وخت ماسپښین شاوخوا یوه بجه ۷٫۵ درجې زلزلې افغانستان او پاکستان ولړزاوه، خو دا زلزله په هند، چین او تاجکستان کې هم احساس شوې وه.
د زلزلې مرکز د افغانستان بدخشان ولایت له مرکز فیض آباد نه سوېل ختیځ لوري ته نژدې ۷۰ کیلومتره لیرې د هندوکوش د غرونو لړۍ ښوول شوې وه او د زلزلې ژوروالی نژدې ۲۰۰ کیلومتره ښوول شوی و.
دا چې زلزله ډېره ژوره وه، خو شدت یې ډېر و، ډېره مرګ ژوبله یې وانه ړوله.


د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، Getty








