'افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو پلان کې باید سمون راشي'

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارتر ویلي، له ۲۰۱۶ کاله وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو د شمېر په پلان کې باید سمون راشي.
نوموړي په واشنګټن کې یوې پوځي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې امریکا افغانستان نه شي پرېښودای او په دغه هېواد کې باید د تېرې لسیزې بریاوې وساتل شي.
د امریکا د مخکنیو پلانونو له مخې ټاکل شوې، چې د راتلونکي کال تر پایه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زرو تنو ته راټیټ کړي.
امريکايي چارواکو داسې نښې نښانې څرگندې کړي چې دغه هېواد ښايي د راتلونکي کال له پاى وروسته په افغانستان کې نور اضافي ځواکونه وساتي.
د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر په واشنگټن کې يوۀ پوځي کنفرانس ته وويل "دا ويناوې چې گواکې موږ به افغانستان پرېږدو زيان اړوونکې دي."
ښاغلي کارټر زياته کړه موږ افغانستان نه پرېږدو او نه دا کار کولى شو. د نوموړي په وينا دا به په دې مانا وي چې امريکا له هغه بري گټه نه پورته کوي چې تر دې مهاله يې خپل کړى.
د ښاغلي کارټر دا څرگندونې د نوموړي د هغې وينا انگازه ده چې تېره اوونۍ يې په برسلز کې د ناټو يوې غونډې ته وکړې.
د امريکا د دفاع وزير په دغو څرگندونو کې په افغانستان کې له ٢٠١٦ م کال وروسته د امريکايي ځواکونو د شتون په پلان کې د بدلون شونتيا ته اشاره شوې وه.
ښاغلى کارټر وايي د ناټو غړو هېوادونو يو شمېر دفاع وزيرانو هم افغانستان کې د خپلو ځواکونو د مېشتولو په پلان کې بدلون راوستو ته چمتو والى ښوولى.
د ولسمشر اوباما اداره له افغانستانه د امريکا يي ځواکونو د اېستلو خپل پلان له امله د حکومت مخالفو تر سختو نيوکې لاندې راغلى.
منتقدين وايي دا چاره د طالبانو روحيه پياوړې کوي او لا نورو بريدونو ته لار پرانيزي.
د افغانستان په شمال کې وروستيو پېښو او د طالبانو په ولکه کې د کندز ولايت کېوتل دغه راز نيوکې لاپسې ډېرې کړې دي.
افغانستان کې اوسمهال ١٠٠٠٠ امريکايي سرتيري مېشت دي چې ټاکل شوې د راتلونکي ميلادي کال په پاى کې دا شمېر ١٠٠٠ سرتېرو ته ټيټ کړل شي.








