امریکا د کندوز روغتون بمبارۍ وژل شویو کسانو کورنیو ته تاوان ورکوي

د عکس سرچینه، AP
د امریکا دفاع وزارت پنټاګان وایي، په کندز کې به هغو کورنیو ته تاوان ورکوي چې غړي یې پر روغتون د امریکا په هوایی بمبارۍ کې وژل شوي دي.
امریکایانو د بې پولې ډاکترانو روغتون په هوايي برید کې ویشتلی و.
په دغه برید کې ژوبل شویو کسانو ته هم امریکا تاوان ورکوي چې دوی یې د خواخوږۍ تاوان بولي.
د پنتګان ویاند وایي، امریکایان به روغتون بیا جوړوي.
د پنټاګان ویاند پېټرکوک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغې ' ترخې پېښې ' قربانانیانو د تاوان ورکړه او د روغتون بیا رغاونه د امریکا لپاره ډېر مهم دي.
د اکتوبر په ۱۳ پر دې روغتون د امریکا په هوایی برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او لسګونه ټپيان شول.
له دې مخکې د بې پولې ډاکترانو ټولنې ویلي و، چې لاهم هڅه کوي د خپلو څه د پاسه ۳۰ کارکوونکو څرک ولګوي چې تري تم دي.
بې پولې ډاکټرانو ویلي و په کندوز کې د دغه سازمان پر يوه روغتون د امريکا له هوايي بريد پنځه ورځې تېرېږي، خو لا هم ۳۳ کسان لادرکه دي.
له دې سره چې د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما شخصاً په دې اړه بښنه وغوښته، د بې پولو ډاکترانو نړیوالې خیریه ادارې بیا تېره اونۍ په افغانستان کې د خپل روغتون د بمبارۍ په اړه د ناپیلې څېړنې غوښتنه وکړه.
د بې پولې ډاکترانو اداره وایی، په کندوز کې د دوی د روغتون د بمبارۍ پلټنه باید د جینوا د کنوانسیون لاندې د حقیقت موندنې نړیوال کمیسیون تر سره کړي.








