افغان چارواکي: طالبان مو بغلان کې په شا تمبولي

د عکس سرچینه، f
د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت چارواکو ویلي، چې امنیتي ځواکونو پر دهنه غوري ولسوالۍ د طالبانو د برید مخه ډپ کړې ده او د هغوی ۶ غړي یې وژلي دي.
دهنه غوري ولسوالۍ د بغلان مرکز پلخمري ښار د لویدیځ په ۳۰ کلیومترۍ کې موقعیت لري.
د بغلان د والي ویاند محمود حقمل بي بي سي ته وویل، وسله والو طالبانو د دې لپاره برید کړی وه، چې د دهنه غوري ولسوالۍ مرکز ونیسي خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
نوموړي زیاته کړه، دغه ډله طالبان له مخکې څخه د دهنه غوري په کلیوالو سیمو کې موجود وو . خو د کندوز پر ښار باندې د وسله والو طالبانو له برید سره دوی هم په بغلان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ.
د بغلان د والي ویاند زیاته کړه، تازه دمه سرتیري له کابل نه کندوز ته رسېدلي وو خو یو شمېر یې له دې کبله، چې د بغلان په ځینو سیمو کې د طالبانو لخوا لاره یې نیول شوې وه ونه شول کولی، چې کندوز ته ورسېږي.
خو د نوموړي په وینا، پرون (اکتوبر ۶) له ۴ بجو څخه د شپې تر یولسو بجو پورې د افغان ځواکونو لاره خلاصه شوه او په دغو عملیاتو کې ۹ تنه نور وسله وال هم ووژل شول.

له دې مخکې وسله والو طالبانو په تاله و برفک ولسوالۍ کې هم بریدونه کړي و خو د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په شاه وتمبول شول.
ښاغلي حقمل وویل، دمه ګړۍ په تاله وبرفک سیمه کې افغان دولت واکمن دی او دلته کومه جدي ستونزه نه شته.








