امریکا د کندوز پر روغتون د برید پلټنه کوي

روغتون کې د بمبارۍ پر مهال لسګونه ناروغان هم موجود وو.

د عکس سرچینه، AFP Getty

د عکس تشریح، روغتون کې د بمبارۍ پر مهال لسګونه ناروغان هم موجود وو.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، پنتاګون (ددفاع وزارت) کندوز کې پر روغتون د برید بشپړه پلټنه پیل کړې ده.

اوباما وړاندې ویلي وو، د 'ناورین' په اړه د قضاوت کولو په تړاو پایلو ته انتظار دی.

د بې پولې ډاکترانو سازمان ویلي، په برید کې لږترلږه ۱۹ کسان وژلش وي، چې ۱۲ یې ددوی کارکوونکي او اوه ولسي وګړي او ناروغان دي.

د تېرې جمعې په شپه د ټپیانو شمېر ۳۷ کسان اعلان شوی و.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، په وژل شویو کې درې ماشومان دي.

دغه سازمان زیاتوي، په بمبارۍ کې د روغتون وانۍ سخته زیانمنه شوې ده.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د کندوز پر روغتون دا یو ''وحشیانه'' برید دی.

که قصدي وي، 'جنګي جنایت دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویلي، په کندوز ښار کې پر روغتون برید که په قصدي ډول شوی وي، جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.

ددغه سازمان کمېشنر زید رعد الحسین ویلي، د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د برید لپاره هېڅ توجیه او دلیل نه شي موندل کېدای، چې په وینا یې که چېرې په محکمه کې ثابته شي، چې دا برید په لوی لاس شوی، نو جنګي جرم ګڼل کېدای شي.

بې پولې ډاکټران وايي کابل او واشنګټن کې یې وار له مخه د روغتون موقعیت په اړه چارواکو ته ویلي و

د عکس سرچینه، MSF

د عکس تشریح، بې پولې ډاکټران وايي کابل او واشنګټن کې یې وار له مخه د روغتون موقعیت په اړه چارواکو ته ویلي و

بل خوا، ولسمشر اشرف غني ویلي، په دې هېواد کې ناټو ځواکونو د یادې بمبارۍ له کبله بښنه غوښتې ده.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، برید د شنبې پر ګهیځ شاوخوا ۲ بجې او ۱۰ دقیقې داسې مهال وشو، چې روغتون له ناروغانو ډک و.

د عکس سرچینه، MSF

سرچینه زیاتوي، وروسته تر هغه چې د ا امریکايي پوځي چارواکو او کابل کې د افغان پوځي چارواکو له خوا د جي پي اېس په مټ د روغتون دقیق موقعیت روښانه شو او واشنګټن ته یې په اړه خبر ورکړل شو، دغو بمباریو تر ۳۰ دقیقو لا ډېر بیا هم دوام درلود.

دغه سازمان وايي، د برید عاملین دې په ډاګه شي او د برید په اړه دې توضیحات ورکړي.

ناټو وايي، اوس پلټنه کوي، چې آیا امریکايي ځواکونو دغه روغتون بمبار کړی او که نه!

د تېرې دوشنبې په ورځ طالبان کندوز ښار ته ننوتل، چې له هماغه ورځې راهیسې په دې ښار کې درنه جګړه روانه ده.

د عکس سرچینه، MSF

د عکس سرچینه، AFP

کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ۹۲ بستره لري، خو په وروستیو ورځو کې د جګړې له کبله هلته د ناروغانو لپاره ۱۵۰ بستره چمتو کړل شول.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، افغانستان کې ۴۰۰ افغان او ۱۰ د نورو هېوادونو کارکوونکي لري.

طالبانو تېره اونۍ له درو خواوو پر کندوز ښار برید وکړ او دغه ښار یې ونیو، خو وروسته افغان حکومت وویل چې ښار یې بېرته له طالبانو نیولی، چې طالبان د حکومت دا ادعا ردوي.

د طالبانو لاس ته د کندوز ښار لوېدل په تېرو څوارلسو کلونو کې د دې ډلې لویه پوځي لاسته راوړنه ده.

دا په سیمه کې د خپل ډول یوازینی روغتون دی

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، دا په سیمه کې د خپل ډول یوازینی روغتون دی