افغانستان د خپلواکۍ ۹۶مه کلیزه ولمانځله

دغو مراسمو ته ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت ګڼ چارواکي ورغلي وو، خو ولسمشر غني د ګلانو اېښودو له مراسمو وروسته د غازي امان الله له لور شهزادګۍ هندیې سره وکتل.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دغو مراسمو ته ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت ګڼ چارواکي ورغلي وو، خو ولسمشر غني د ګلانو اېښودو له مراسمو وروسته د غازي امان الله له لور شهزادګۍ هندیې سره وکتل.

د افغانستان د خپلواکۍ شپږ نویمه کلیزه د دفاع وزارت په انګړ کې د ولسمشر محمد اشرف غني او ګڼو نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو په حضور کې د ازادۍ پر څلي د ګلانو د ګېډیو په اېښودو ولمانځله.

په دې مراسمو کې ولسمشر غني وینا ونه کړه.

<link type="page"><caption> د غازي امان الله خان تاریخي انځورونه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2011/08/110819_amanullah-khan.shtml" platform="highweb"/></link>

دغو مراسمو ته ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت ګڼ چارواکي ورغلي وو، خو ولسمشر غني د ګلانو اېښودو له مراسمو وروسته د غازي امان الله له لور شهزادګۍ هندیې او ځینو نورو کسانو سره وکتل.

د آزادۍ څلي ته څېرمه د غازي امان الله خان او نورو پخوانیو مخورو افغان مشرانو انځورونه اېښودل شوي وو.

د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال حکومت هر کال دغه ورځ په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په ځانګړو پوځي مراسمو لمانځله.

خو په ۲۰۰۸ کال، د ''مجاهدینو د بریا'' په پلمه جوړو شویو مراسمو د طالبانو له برید وروسته امنیتي اندېښنې ډېرې شوې، او دا ډول مراسم یوازې د دفاع وزارت انګړ کې د آزادۍ پر څلي د ګلانو د ګېډیو پر اېښودلو پورې محدود شول.

سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ له تېرو کلونو څخه ډېر توپیر درلود، د کابل ښار په واټونو کې څراغونه، بېرغونه او د مبارکۍ پیغامونه نه لیدل کېږي، خو امنیتي کمربندونه ډېر شوي وو.

غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ کال اعلان وکړ، ''زه خپل ځان او خپل هېواد په بشپړ ډول خپلواک اعلانوم.''

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ کال اعلان وکړ، ''زه خپل ځان او خپل هېواد په بشپړ ډول خپلواک اعلانوم.''

افغان حکومت دا ورځ یوازې د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د کلکو امنیتي تدبیرونو په نیولو سره په پیکه ډول ولمانځله.

له نن څخه پوره شپږ نوي کاله وړاندې افغانانو د پاچا امان الله خان په مشرۍ د وخت له ځواکمنې امپراتورۍ – بريتانيا څخه د خپل هېواد بشپړه خپلواکي وګټله.

غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ کال اعلان وکړ، ''زه خپل ځان او خپل هېواد په بشپړ ډول خپلواک اعلانوم.''

له کلونو کلونو د زمري /اسد ٢٨ نېټه د افغانستان په کليز کې عامه رخصتي وي، د جګړو تر کلونو مخکې دا جشن په خورا رنګينو، زړه راښکونکو، او شاندارو مراسمو لمانځل کېده.

سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ له تېرو کلونو څخه ډېر توپیر درلود، د کابل ښار په واټونو کې څراغونه، بېرغونه او د مبارکۍ پیغامونه نه لیدل کېږي، خو امنیتي کمربندونه ډېر شوي وو.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ له تېرو کلونو څخه ډېر توپیر درلود، د کابل ښار په واټونو کې څراغونه، بېرغونه او د مبارکۍ پیغامونه نه لیدل کېږي، خو امنیتي کمربندونه ډېر شوي وو.

خو سږکال په خواله رسنيو او ځانګړي ډول فېسبوک کې افغان وګړو د انځورونو، شعرونو او پيغامو په خپرولو سره دا ورځ د بلې هرې ورځې په پرتله په پراخه کچه لمانځلې ده او لا يې لمانځي.