جاپان افغانستان ته ۱۰۲ لوټل شوي لرغوني آثار ستنوي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزرات چارواکي وايي جاپان کې د یونیسکو د ښه نیت سفیر افغانستان پورې تړلي یوسل دوه قلمه تاریخي آثار راټول کړي او ژر به يې افغانستان ته وسپاري.
د کولتور وزارت دا هم ویلي چې په دې وروستیو کې یې د تاریخي آثارو د ساتنې لپاره ګامونه ګړندي کړي.
کابل کې زموږ همکار سید عبدالله نظامي وايي، د افغانستان د هغو لرغونو آثارو د راټولولو په اړوند چې د جګړو پرمهال لوټ شوي افغان کلتوري چارواکي، د یو سل دوه قلمه اثارو موندل د یوې نوې لاسته راوړنې په توګه یادوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند هارون حکیمي بي بي سي ته وویل، یوه جاپاني پوهنتوني استاد چې په جاپان کې د یونیسکو د ښه نیت استازی دی، په خپلو هڅو یو سل دوه قلمه هغه لرغوني آثار چې له افغانستانه بهر ته په ناقانونه ډول لېږدول شوي، راټول کړي کړي.
نوموړی وايي، دغه آثار به د دسمبر په میاشت کې د توکیو په نړیوال موزیم کې د افغانستان له نورو لرغونو آثارو سره یوځای نندارې ته وړاندې او بیابه کابل ته ولیږدول شي:
''د جاپان لپاره د یونیسکو د نېک نیت سفیر پروفیسر ویکو کړایاما په تېرو لسیزو کې یوسل او دوه قلمه د افغانستان لرغوني آثار راټول کړي.''
خو افغان چارواکي که له بهره دورکو توکو په لټون لګیا دي په کور د ننه لا هم دغه آثار خوندي نه دي.

د عکس سرچینه، Getty
بامیانو که دا اوس پولیسو یو بهرنی په دې شک نیولی چې ګواکې تاریخي اثار یې له یوه چا پېرلي، پولیس وايي په دې تړاو له بهرني سپیناوی غواړي.
د جګړې په کلونو کې په تېره بیا هغه مهال چې افغان مجاهدین کابل ته ننوتل د ملي موزیم په ګډون ګڼ تاریخي آثار په لوی لاس لوټ او تالان شو لاو یا هم بهرنیان ته د ډالیو په توګه ورکړل شول.








