هلمند کې وسلوالو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي

په سویلي ولایت هلمند کې پر دوو امنیتي پوستو د وسلوالو په بریدونو کې نژدې ۱۰ پولیس وژل شوي دي.
د هلمند د ولایتي ادارې ویاند عمر ځواک وايي، نهه پوليس په موسی کلا ولسوالۍ کي د وسلوالو بريد کې وژل شوي.
ښاغلی ځواک زياتوي وسلوالو شپه مهال د يوې توطيې په پايله کې د موسی کلا د ناوې او کنجک سیمو کې پردوو امنیتې پوستو بریدونه وکړل.
چارواکي وايي بريدګرو د امنيتي ځواکونو په يونيفورم کې د ګزمې په پلمه پر دغو پوستو بريد کړی دی.
د هلمند د ولایتي شورا د یوه غړي بشیر احمد شاکر په خبره وسلوالو د امنیتي ځواکونو څخه نيول شوي تجهیزات کارولي دي.
ښاغلی شاکر وایي، وسلوال د پولیسو په زغروالو ګاډو کي لومړی يوې پوستې ته ننوتي او هغه پولیس یې وژلي چي په پوسته کې وو.
وسلوالو طالبانو د دغو بریدونو مسولیت منلی ويلي يې دي چې د دوو قومندانانو په ګډون یې ۱۱ پولیس وژلي دي .
جنرال رازق
بل خوا د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق وایي، په هلمند کی روانه جګړه پاکستان څخه رهبري کیږي او په خبره يې دا د افغانانو جګړه نه ده.
''دلته زموږ سره د یوه ملک جنګ نه دی، زموږ سره د یوه کلي جنګ نه دی، زموږ سره د یوه قوم جنګ نه دی، بلکې زموږ سره د پنجابیانو او د هغوی د لاسپوڅو جنګ دی. پاکستان نه غواړي، چې موږ ارام واوسو.''
ښاغلي رازق پر هغو چارواکو هم نیوکه وکړه، چې مرکز څخه د سويل د امنیتي وضعیت څېړولو لپاره ورځي.
''امنیتي پلاوي په قول اردو، امنیه قومندانۍ او د عامه نظم په مرکز کې خپلې ورځې تیروي او مرکزي ادارې ته ناسم راپور وړاندی کوي.''
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د کابل وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي و، چې لا هم د پاکستان په خاوره کې د افغانستان پر ضد د جنګ اعلان کېږي.
ښاغلي غني ويلي له پاکستان نه په افغانستان کې بریدونه کېږي، چې په وینا یې دا له یوه ګاونډي هېواد سره څرګنده دښمني ده.








