افغان حکومت د پارلمان امنیتي سرتېري ته د یوه کور جایزه ورکړه

د نوموړي سرتېري انځورونه او ویډیوګانې په پراخ ډول په ټولنیزو رسنیو کې شریکې شوې دي.
د عکس تشریح، د نوموړي سرتېري انځورونه او ویډیوګانې په پراخ ډول په ټولنیزو رسنیو کې شریکې شوې دي.

افغان حکومت د هغه سرتېري ستاینه کړې چې د رپوټونو له مخې یې پرون (جون ۲۲مه) پر ولسي جرګه برید کې شپږ وسله وال بریدګر ووژل.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي ولسمشر غني د پروني ډله ییز برید د ترسره کوونکو شپږو ترهګرو د له منځه وړلو او په ولسي جرګه کې د مرګژوبلې د مخنیوي په لاره کې د برید مل عیسی خان زړورتیا، مېړانه او اتلولي وستایله.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي چې افغان ولسمشر دغه سرتېري ته د جایزې په توګه یو اپارتمان ورکړ.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ولسمشر غني وویل د هېواد زړورو امنیتي ځواکونو د دغه ترهګریز برید پر وړاندې په خپل چټک غبرګون سره وکولی شول چې افغانستان له یوې سترې غمجنې پېښې وژغوري.

د ولسمشر غني په رسمي فیسبوک پاڼه کې راغلي ټاکل شوی ژر بریدمل عیسی خان ته مډال او ترفیع ورکړل شي او نوموړی سرتېری یې "اتل" بللی دی.

په برید کې اتو بریدګرو ګډون درلود خو د ولسي جرګې غړو ته په کې تاوان و نه رسېد.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په برید کې اتو بریدګرو ګډون درلود خو د ولسي جرګې غړو ته په کې تاوان و نه رسېد.

د افغانستان ولسي جرګې هم د دغه سرتېري "زړورتیا" ستایلې او په یوې ځانګړې غونډې کې یې ورسره د مرستې غوښتنه کړې ده.

په دغه برید کې د ولسي جرګې غړو ته تاوان و نه رسېد. یو شمېر استازو ویلي خپل یو میاشت معاش به ښاغلي عیسی خان او د پارلمان نورو امنیتي سرتېرو ته ورکوي.

پر ولسي جرګې پروني برید کې اتو بریدګرو ګډون درلود چې یو یې د ولسي جرګې ودانۍ مخې ته له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر ته چادونه ورکړه او اووه نور وسله وال بریدګر تر دریو ساعتونو له افغان ځواکونو سره په جګړه کې بوخت وو.

د جګړې پای کې، ځايي رسنیو له دغه سرتېري سره مرکه وکړه. هغه په مرکه کې وايي شپږ بریدګر یې وژلي او یو بل یې ملګرو وژلی دی.

د نوموړي سرتېري انځورونه او ویډیوګانې په پراخ ډول په ټولنیزو رسنیو کې شریکې شوې دي.