غني: د ولسي جرګې موضوع سترې محکمې ته لېږله کېږي

د عکس سرچینه، arg
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې برخلیک په اړه له بېلو کسانو سره سلا مشورې کړې دي.
د ولسمشر غني په خبره د اساسي قانون تفسیر د سترې محکمې دنده ده او وايي دغه موضوع به سترې محکمې ته واستوله شي.
د افغانستان اساسي قانون کې راغلي، چې د ټاکنو د پایلو له اعلانه پنځه کاله وروسته د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ولسي جرګې کاري دوره پای ته رسیږي او نوې شورا به کار پیلوي. د ولسي جرګې د نویو غړو ټاکنه د ولسي جرګې د کاري دورې له پای ته رسېدو ۳۰ نه تر ۶۰ ورځو پورې مودې کې کېږي.
اوسمهال په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو او د ټاکنو لپاره د لګښت نشتوالي له کبله افغان حکومت نه دی توانیدلی په پاتې وخت کې ټاکنې وکړي او د دې لپاره، چې قانوني تشه رامنځته نه شي ولسمشر دغه موضوع سترې محکمې ته استوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ لیکلي، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې برخلیک او ټاکنیز نظام د اصلاح په اړه له بېلو قشرونو سره ۱۲ ځلې ځانګړې مشورتي غونډې کړې.
دغه غونډې ارګ کې د ولسي جرګې برخلیک، د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د مهالویش، د ټاکنیز نظام اصلاح کمېسیون د فعالیت پیل او د الکترونکي تذکرو د پیل او توزیع په اړه شوې. ولسشمر د ولسي جرګې د ټاکنو نېټې اعلان لپاره د خپل حکومت ژمنه اعلان کړه، خو وايي د امنیت، فني او سیاسي مسایلو د حل په پار یوه اجماع باید رامنځته شي.
د ولسمشر په وینا د ټاکنو لپاره د لګښت سرچينې موندل د حکومت مسوولیت دی او وايي حکومت به له هرې ممکنې لارې ګټه واخلي، چې رڼې ټاکنې ترسره شي.
نوموړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون او کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتره غوښتي، چې له تېرو ټاکنو زده شویو تجربو او زده کړو په پام کې نیولو سره نوموړي ته په پنځو ورځو کې نوموړي ته رپوټ ورکړي.








