کابل کې ۹ روغتونونه د ټیټو خدمتونو له کبله وتړل شول

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي له څلور پنځوسو روغتونوله ډلې یې په پلازمینه کابل کې نهه روغتونونه تړلي چې ویل کیږي روغتیايي معیارونه یې نه و پوره کړي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي چې دوی د دغو روغتونو لپاره ویلي وو چې د دغو روغتونو ودانۍ څنګه دي؟ روغتیايي سامان الات لري که نه یې لري، د عملیات خونې او عاجل سرویسونه لري که نه؟ ایا د زیږون خونې لري، ډاکټران یې کارپوه دي که نه او دا رنګه د دغو روغتونونو پاکوالي ته پاملرنه شوې که نه؟
ښاغلی فیروز وايي د دوی د دغې ارزونې وروسته چې یوه میاشت یې دوام وکړ دوی وموندل چې نهه روغتونونه یې په دغو معیارونو پوره نه وو:
"له ۵۴ څارل شویو روغتونونو څخه نهه یې په هغې کتګورۍ کې راغلي، چې باید وتړل شي، نن موږ په رسمي توګه اعلانوو چې دغه تړل شوي روغتونونه خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو حق نه لري؛ ځکه چې د افغانانو لپاره یې په خپلو فعالیتونو کې هېڅ معیار په پام کې نه دی نیولی، ضمناً موږ ۲۸ هغه روغتیايي مرکزونه چې د روغتونونو په نومونو یې فعالیت کاوه، د روغتون نوم ترې اخلو او دا حق نه ورکوو چې ناروغ بستر او یا عملیات کړي".
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، یوازې پلازمېنه کابل کې تر لسو ډېر حکومتي روغتونونه او تر سلو ډېر خصوصي روغتونونه جراحي عملیات کوي.
ددغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په ټول افغانستان کې ۲۸ ولایتي روغتونونه، په لویو ښارونو کې ۲۵ تخصصي حوزه يي روغتونونه او ۱۴۵ خصوصي روغتونونه فعال دي، چې د جراحۍ برخې هم لري.
دا مهال له روغتیا وزارت سره تر ۶۷۰ ډېر متخصص جراحان ثبت شوي، چې په حکومتي روغتونونو کې کار کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ارزونو له مخې، هره ورځ په اوسط ډول زر افغانان بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي؛ که چېرې د هر یوه لږترلږه لګښت وسنجول شي، نو دوو زرو ډالرو ته رسېږي، په دې معنا چې هره ورځ له افغانستان نه دوه میلیون ډالر بهر ته ځي.








