کندوز کې د طالبانو ضد چاڼیز عملیات پیل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د کندوز چارواکي وايي، د افغان امنیتي ځواکونو له پرمختګ سره د حکومت مخالفان شا ته شوي او اوس د طالبانو پرضد چاڼيز عملیات پیل شوي دي.
له تېرې یوې اونۍ راهیسې د کندوز په بېلابېلو برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري. په دې نښتو کې د طالبانو لاس ته د ځینو سیمو د لوېدو وېره شته، خو طالبان وايي، په جګړه کې دوی پرمختګ کړی دی.
خو افغان امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي، چې وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی.
د کندوز والي محمد عمر صافي بي بي سي ته ویلي، د افغان امنیتي ځواکونو له پرمختګ او د طالبانو له شاتګ وروسته یې د کندوز ښار شمال ختیځ کې لس کیلومتره لیرې په ګور تپه، او د ښار په شمال کې ۲۰ کیلومتره لیرې په تلاوته سیمه او امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد چاڼيز عملیات پیل کړي دي.
نوموړي دا هم ویلي، په دې عملیاتو کې د امام صاحب ولسوالۍ هغه لارې بېرته پرانیستل شوې، چې د جګړې له کبله تړل شوې وې.
تېره ورځ، په جګړه کې د کندوز ښار د برېښنا د یوې پایې د زیانمنېدو له کبله برېښنا نه وه.
ښاغلی صافی ادعا کوي، په وروستیو نښتو کې چیچنیايي، ازبکستاني او تاجکستاني وسله وال وژل شوي او ټپیان دي، چې په وینا یې د وژل شویو ډېری مړي له دولتي ځواکونو سره دي.
هغه وايي، په جګړه کې شل افغان امنیتي ځواکونه هم وژل شوي او شل نور ټپیان دي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې په روانه جګړه کې یې شاوخوا ۳۰۰ سرتېري وژلي او ځینې پوستې یې له حکومته نیولې دي.
طالبانو دا هم ویلي، له افغان ځواکونو یې ډېرې وسلې او مهمات تر ګوتو کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP
په کندوز کې د تېرې یوې اونۍ جګړې ګڼ وګړي له خپلو مېنو وتلو ته اړ کړي دي.
کندوز د افغانستان په شمال ختیځ کې له تاجکستان سره پوله لرونکی مهم ولایت ګڼل کېږي، چې شیرخان بندر یې د افغانستان لپاره مهمه اقتصادي سرچینه ګڼل کېږي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان شمالي سیمو ته هم د ناامنیو لمن غځېدلې ده، چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، د حکومت مخالفانو له ۲۰۱۳ کال راهیسې شمال کې د خپلو جنګیالیو ځای پر ځای کولو کار کاوه.








