ولسي جرګې افغان امنیتي چارواکي ځانګړې غونډې ته وربللي

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي او امنیتي کمېسیونونو غړو د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په حضور کې د هېواد د ځینو ولایتونو امنیتي حالت "ماتېدونکی" بللی دی.

دغو دوو کمېسیونونو د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو له خونړي برید وروسته د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل او لوی درستیز شیر محمد کریمي وربللي وو.

په دغه غونډه کې چې د ولسي جرګې د یو شمېر کمېسیونونو مشرانو هم په کې ګډون درلود، د خلکو استازو له یادو چارواکو غوښتنه وکړه چې یا امنیتي ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي یا له خپلو دندو استعفا وکړي.

د ولسي جرګې یوه غړي دغو چارواکو ته په وینا کې وویل: "تاسو ۳۵۰ زره کسیزه ځواک لرئ. آیا طالبان او داعش (جنګي) الوتکې لري؟ توپخانې لري؟ ګاډي لري؟ زغره وال موټر لري؟ څه لري؟"

یوه بل غړي وویل امنیتي ځواکونو بدخشان کې د ۶۲ کسانو مرګژوبله زغملې چې د "دښمن" د روحیې د پیاوړې کېدو لامل شوی. هغه پوښتنه وکړه چې امنیتي ځواکونو څه پرېکړه کړې چې دغه مرګژوبله جبران او د "دښمن" روحیه کمزورې کړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د ولسي جرګې ځینو نورو غړو د هېواد شمالي ولایت فاریاب امنیتي حالت هم ماتېدونکی بللی او ویلي یې دي چې اورپکو د دغه ولایت ډېره برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستې او امنیتي ځواکونه د دوی د پرمختګ په مخه نیولو کې پاتې راغلي دي.

شیر محمد کریمي بدخشان ولایت کې د امنیتي ځواکونو د مرګژوبلې په تړاو وویل: "شاوخوا ۲۵۰ کسانږ په تورو جامو کې د شپې له خوا، هغه مهال چې ساتندوی بدلېده، پر پوستې برید وکړ، ساتندوی ووژل شو، پوسته ونیول شوه او له هغه ځایه یې پر نورو پوستو ډزې پیل کړې."

لودی درستیز زیاته کړه: "په دغه سیمه کې خلک له موږ سره همکاري نه کوي بلکې د حکومت له مخالفینو سره مرسته کوي. ښايي پر دوی فشار وي یا نه غواړي همکاري وکړي."

ښاغلي کریمي همدا راز وویل: "مهمه خبره د (جرم) په ولسوالۍ کې د ملي پوځ مدیریت او مشري ده." د هغه په وینا د برید پر مهال هلته د سرتېرو مشر شتون نه درلود.

نوموړي زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو "د کمزورۍ د اساسي عواملو" په اړه پلټنې روانې دي او دا چې مسولو کسانو سره به قانوني چلند وشي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

خو په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت یو شمېر استازو د لوی درستیز دا خبره چې خلک له امنیتي ځواکونو سره همکاري نه کوي، و نه منله.

د شمالي ولایتونو استازو په دغو ولایتونو کې د اورپکو د اغېز او پرمختګ په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي دغو اندېښنو ته په ځواب کې وویل چې په شمالي ولایتونو کې د عملیاتو ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي.

ښاغلي علومي زیاته کړه چې په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو فاریاب، کندز، بدخشان او تخار کې به د عملیاتو پلان ژر عملي شي.

خو د امنیتي او دفاعي چارواکو څرګندونو د ولسي جرګې د زیاترو ځانګړو کمېسیونونو قناعت لاسته را نه وړ.