د چيني پښتو قاموس ليکوال مډال واخيست

د عکس سرچینه، arg
د چيني پښتو ژبي قاموس ليکونکی ښاغلي چې هونګ څای ته افغان ولسمشر اشرف غني د سيد جمال الدين افغان مډال ورکړ.
افغان ولسمشر اشرف غني ښاغلي هونګ څای ته دغه مډال د چيني پښتو ژبې د لومړني قاموس د ليکلو په درناوی د يوې غونډې په ترڅ کې ورکړ.
اشرف غني وايي دا قاموس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره يو ښه ګام دی او د هونګ څای د زيار ستاينه يې وکړه.
دا قاموس په ۱۳۹۰ مخونو کې د پنځوس زره لغتونو زېرمې په لرلو بيجېنګ کې چاپ شوی دی.
ښاغلی چي هونګ څای د چين په شمال ختيځ دهيرونګ حيانګ ولايت کې زيږېدلی دی.

د عکس سرچینه، naqib
لوړې زده کړې يې د چين د بهرنيو ژبو په پوهنتون کې د انګليسي څانګه کې ترسره کړې دي.
په ۱۹۵۹ کال کې هونګ څاي د چين د بهرنيو چارو وزارت له خوا د پښتو ژبې د زده کولو لپاره د کابل پوهنتون ادبياتو پوهنځي ته ولېږه.
له پښتو زده کولو وروسته بېرته چين ته ستون شو او هلته يې د چينايي پښتو زده کوونکو لپاره ګڼ شمېر کتابونه وليکل.
دی وايی "ما له خپلو زده کوونکو سره ژمنه کړې وه چې چيني پښتو قاموس به ليکم، دا ژمنه مې اوس پوره کړه"
دا قاموس به د هغو چينايانو لپاره چې پښتو زده کوي او د هغو پښتنو لپاره چې چينايي زده کوي لوي مرستندوی وي.
ښاغلي چې هونګ څای له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۳ د چين شارزدافر په توګه کابل کې دنده تر سره کوله. د کورنيو جنګونو له کبله يې کابل پرېښود.
همدارنګه ښاغلي چې هونګ د پښتو ژبې برخه کې په لسګونو زده کوونکي روزلي دي.








