ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره وړاندیزونه کړي

د افغانستان د ولایتي شوراګانو د ټاکنو په ځنډ اعلانېدلو د ولسي جرګې غړي د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه انديښمن کړي دي.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې په سمه توګه او په ټاکلي وخت د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدلو لپاره یو لړ وړاندیزونه وشول چې تر ټولو مهم یې ژر تر ژره د برېښنايي پیژند پاڼو ویشل و.
له کابله سمیع الله موسی زی خپل ر رپوټ کې کاږي، چې د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې دا تاوده بحثونه د ټاکنو د راتلونکي په اړه، د ولسي جرګې غړي اندېښمن دي چې که همدا ټاکنیز سیستم او همدا قوانین وي، نو پر وخت او د سمو ټاکنو تمه دې څوک نه کوي.
د ولسي جرګې غړی سید محمد اخندزاده وايي د ټاکنو په کمېسیون کې له ژورو بدلونونو وړاندې پر ټاکنیزو مسالو خبرې ګټه نه لري.
خو په ولسي جرګه کې د کنړ استازی صالح محمد صالح بیا وايي د ټاکنو کمېسیون چارواکو سره دې حساب کتاب وشي او عدلي او قضايي ارګاونو ته دې وسپارل شي.
بل لور ته د ولسي جرګې ځینې نورو غړو بیا د برېښنايي پیژند پاڼو ژر تر ژره ویش د ټاکنیزو کشالو د هواري له تر ټولو بنسټیزو حل لارو یوه وبلله. په ولسي جرګې کې د کندهار استازي، لالي حمیدزي وویل له برېښنایي تذکرو پرته ټاکنې د منلو وړ نه دي.
د ولسي جرګې ځینو غړو د ټاکنو په قانون کې د بدلون غوښتنه وکړه. خو د ولسي جرګې د نننۍ غونډې مشر صدیق احمد عثماني دغه وړاندیز رد کړ، ځکه وايي د قانون د حکم له مخې ولسي جرګه نه شي کولی چې د خپل کار په وروستي کال د ټاکنو په قانون کې بدلون راولي، خو وايي یواځې ولسمشر کولی شي د یوه تقنیني فرمان له لارې د ټاکنو قانون کې بدلون راولي.
که څه هم د ولسي جرګې غړي په نننۍ غونډه کې د راتلونکو ټاکنو او د ټاکنو کمېسیون په اړه کومې پرېکړې ته ونه رسیدل خو داسې ښکاري چې د ولسي جرګې په راتلونکو غونډو کې به ټاکنې تر ټولو مهمه موضوع وي.








