افغانستان کې د انسان تښتونکو غلو مشر نیول شوی

د عکس سرچینه، NDS
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، داسې کس یې نیولی چې د انسان تښتونکو او وسله والو غلو د سترو ډلو مشري یې کوله.
دغه اداره وايي، دغه کس یې د هغه د دوو تنو نورو ملګرو سره د هغو ځانګړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ونیو چې د کابل په شمال لویدیځو څنډو کې یې ترسره کړل او شاوخوا ۳۶ ساعته یې دوام لاره.
محمود کوچی په خپل رپوټ کې لیکي: د افغانستان د استخباراتو اداره وايي، نیول شوی کس خدایداد نومیږي چې د ریس خدایداد په نامه شهرت لري.
د افغانستان د استخباراتو اداره وايي، دغه کس د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته یې په بیلابیلو نومونو او جعلي اسنادو تګ راتګ کاوه او تر ډیره یې له کلپ پاسپورته کار اخیست.
د ملي امنیت موندنې ښيي چې ریس خدایداد تل تاجکستان، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته سفرونه کول او د هغه نوم د تاجکستان او نړیوالو پولیسو په تور نوملړ کې هم شامل و.
د ملي امنیت د ادارې ویاند حسیب صدیقي وايي، چې د نوموړي د نیولو په کار کې د چټک غبرګون ځواکونو برخه لرله:
"ریس خدایداد په دې وروستیو کې زموږ له خوا به نښه شوی و، موږ یې ځای ځایګی میندلی و چې د یو لړ پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې ۳۶ ساعته یې دوام وکړ هغه مو د دوو نورو کسانو سره د کابل په پنځمه ناحیه کې ونیوه د عملیاتو په لړ کې نوموړي هڅه کوله چې له وسلې نه کار واخلي، خو زموږ ځواکونو هغه د ده له دوو نورو ملګرو سره لاس په لاس ونیو."

د عکس سرچینه، NDS
په تیرو وروستیو میاشتو کې په پلازمېنه کابل او نورو لویو ښارونو کې جنايي پیښې زیاتې شوې یوازې په دغې وروستۍ میاشت کې په کابل کې زبرزناوې او وسله والې غلا غدۍ د خبرونو په سر، سر کې راغلي او ګڼ خلک یې اندیښمن کړي هم دي.
د انسان تښتونې د پېښو زیاتیدو او د ځینو سوداګرو او پانګه والو برمته کیدو دې ته لاره هواره کړې چې دغه خلک خپلې پانګې له افغانستانه وباسي، په دغه هیواد کې د پانګونې د ملاتړ اداره وايي، چې نا امنیو او انسان تښتونې تر دې دمه میلیاردونه ډالره پانګه له دغه هیواده ایستې او په افغانستان کې یې د پانګونې برخې ته درانه زیانونه اړولي دي.








