"د پغمان ډله ییز تېري کونکو ته دې تر ټولو سخته سزا ورکړل شي"

د عکس سرچینه، AP
ولسمشر حامد کرزي د پغمان ولسوالۍ کې د ډله ییز جنسي تیري مجرمینو ته د تر ټولو سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
د ولسمشرۍ ویاند ایمل فیضي وویل چې ولسمشر کرزی به د دغو جنایتکارانو د مجازاتو د حکم په لاسلیک کې هېڅ ډول ځنډ و نه کړي.
ښاغلي فیضي زیاته کړه چې ولسمشر لویې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته هدایت ورکړ چې د پېښې عاملین دې ژر تر ژه پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه چې ولسمشر کرزی دغه موضوع د هېواد له قاضي القضات او لوی څارنوال سره شخصا تعقیبوي.
تر دې وړاندې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هغه رپوټونه رد کړل، چې ګني څو ورځې مخکې د ډله ییز تېري یوه قرباني شوې مېرمن په روغتون کې مړه شوې ده.
د کابل پولیس وايي، تر اوسه یې د دغې پېښې په تړاو شپږ تورن کسان نیولي، چې په اصل کې پغمان ولسوالۍ کې د شپاړسو هغو غلو له ډلې دي، چې په غلاوو او ډله ییزو تېریو تورن وو.
د تېرې پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۸) کله چې څلور کورنۍ د کابل شمال لوېدیځ پغمان ولسوالۍ کې د واده له مراسمو د ستنېدو په حال کې وې، یو شمېر وسله والو کسانو درولې، نارینه او ښځې یې یوه لیرې ځای ته وړي دي.
د کابل پولیس وایي د نیول شوو کسانو له څرګندونو ښکاري چې په ټوله کې دغه غله اته کسان وو چې دوه یې لا هم تري تم دي.
د ډله ییز جنسي تېري پېښه په څلورو مېرمنو په داسې حال کې چې د کورنۍ نارینه یې هم په کمه فاصله کې له دوی نه لرې ساتل شوي و، د کابل ښاریان حیران او وېرولي دي.
تورنو له ښځو ګاڼه او پیسې لوټ کړي او پر څلورو مېرمنو یې ډله ییز جنسي تېری کړی.
د کابل امنیې قومندان جنرال ظاهر ظاهر وویل، د دغو له ډلې څلور یې پغمان او دوه تنه یې چې غزني ولایت ته تښتېدلي وو او غوښتل یې چې له هغې لارې ایران ته وتښتي، خو د غزني د پولیسو له خوا ونیول شول.
نوموړی وایي تر راتلونکې شنبې او یکشنبې به د دغو غلو دوسیې لویې څارانوالۍ ته وړاندې شي.
جنرال ظاهر وایي په نیول شوو کسانو کې څو تنه یې مخکې هم د جنایي پېښو په تړاو زنداني شوي دي.

دغې پېښې سخت غبرګونونه راوپارول یو شمېر کسانو د ټولنیزو شبکو له لارې ځینې کمپاینونه پیل کړل او د دغې پېښې د عامیلنو د اعدام غوښتنه یې کړې یو شمېر مدني ټولنو هم دې ته تیاری نیولی چې راتلونکې اونۍ د سترې محکمې په مخ کې لاریون وکړي.
په افغانستان کې ډېری د جنسي تېریو پېښې ددې لپاره پټې ساتل کېږي، چې د زیانمنو کورنیو نوم بد نه شي، ډېرې کمې پېښې عدلي او قضایي ادارو ته وړاندې کیږي او ډیرو ته یې عدالت نه ورکول کیږي.
دا پلازمېنه کابل کې د ډله ییز تېري تر ټولو ډېره کمیابه پېښه ګڼل کېږي. ولسمشر حامد کرزي له پېښې وروسته د پېښې د ارزونې لپاره یو پلاوی ټاکلی.
د کابل د پولیسو مشر د ځینو قضايي چارواکو پر کړنو د نیوکې ترڅنګ تورنو ته وویل، موږ له دغو بنسټو غواړو چې ددغه کسانو په اړه د اعدام پرېکړه وکړي.
په وروستیو کې د افغانستان پلازمېنه کې د ناامنیو او جرمونو پېښې ډېرې شوې دي، چې په وروستۍ یوه اونۍ کې د دوو مرموزو قتلونو رپوټونه ورکړل شوي.








