بادغیس کې د حلقوي سرک کار په ټپه دریدلی

د عکس سرچینه، BBC World Service
د افغانستان د حلقوي لویې لارې د جوړولو چارې د بادغیس ولایت په شاوخوا سیمو کې په ټپه دریدلې چې له امله یې د دغه ولایت اوسیدونکي او چارواکي یې اندیښمن کړیدي .
د بادغیس سیمه ییزه ادره وايي، چې په دې برخه کې د فواید عامې وزارت چارواکي او هغه شرکتونه ګرم بولي چې په دې اړه یې تړونونه لاسلیک کړیدي .
خو د فواید عامې وزارت وايي، چې د سړک جوړولو په برخه کې د ناسمو توکو د کارولو له امله یې د دغو شرکتونو سره تړون ځنډولی دی .
محمود کوچی په خپل رپوټ کې لیکي :د بادغیس د بالا مرغاب ولسوالۍ او د بادغیس د قیصار ولسوالۍ تر منځ د سړک د کار دریدا چې ۳۰۳ کیلو متره اوږد دی او د افغانستان د حلقوي سړک یوه برخه ده، د حکومت او کارکونکي شرکت تر منځ په یوه لانجه اوښتې.
دسړک تړون د افغان حکومت او دوو امریکايي او ترکي شرکت سره دوه کاله مخکې لاسلیک شوی و، چې په ۳ کلونو کې یې باید کار بشپړ کړی وای،خو چارواکي وايي، په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
د بادغیس د والي ویاند میرویس میرزک وال فواید عامې وزارت تورنوي چې ګواکې کار پڅ پر مخ بیايي او دغه وزارت له شرکت سره سلیقوي چلند کوي.
خو د فواید عامې وزارت ویاند سهیل کاکړ، پر دوی د پورې شويو تورونو منښته نه کوي او وايي، د دغو چارو د ځنډ اصلي لامل د سړک جوړونې د توکو ټیټ کیفیت دی چې د ده په وینا دغه تړون یې په چارو کې د رڼښت په تړاو ځنډولی.
ښاغلی کاکړ وايي، لا هم د دغو شرکتونو سره د دوی خبرې اترې روانې دي او د وزارت غوښتنه دا ده چې د دغې لویې لارې په جوړولو کې دې نړیوال معیارونه له پامه نه غورځول کیږي .
پر دغې لویې لارې ټول ټال 480 ډالره لګښت راځي چې د اسیا د پرمختیايی بانک له خوا یې ټټر وهل شویدی .
په تیرو څو اونیو کې د بادغیس اوسیدونکو د دغه سړک د کار د ځنډیدو له امله لاریونونه هم کړي وو.








