د ننګرهار حصارک کې 'درنه جګړه' شوې

حصارک
د عکس تشریح، وړاندې د حصارک د سقوط وېره ښوول شوې وه

د افغانستان ختیځ ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، پر حصارک د طالبانو یو لوی برید یې په شا تمبولی دی.

دوی وايي، دغه برید د لسګونو طالبانو له خوا پیل شوی و، چې تر غرمې پورې یې دوام وکړ.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدلزي بي بي سي ته وویل، په دې برید کې تر ۶۰ ډېر وسله وال مخالفین او شپږ پولیس وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

عبدلزی وايي: ''ګهیځ وختي وسله والو مخالفینو د حصارک پر ځینو پوستو هم مهاله بریدونه پیل کړي، بیا نښتې شوې، تر غرمې پورې نښتې روانې وې. په دې نښتو کې تر ۶۰ ډېرو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې. شاید بهرني وسله وال هم وي''.

نوموړی وايي، په دې نښتو کې شپږ افغان ځواکونه وژل شوي او اته ټپیان دي.

دی وايي، افغان ځواکونو ته نور پوځيان ورغلي او سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

د والي ویاند وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې افغان ملي پولیس او سیمه ییز پولیس هم دي.

وړاندې داسې اندېښنې وې، که چېرې حصارک ته نور ځواکونه وانه ستول شي، شاید له سقوط سره مخامخ شي، خو عبدلزی وايي، داسې وېره نه شته، چې دغه ولسوالي دې سقوط وکړي.

مخکې وسله والو طالبانو په هلمند او کندهار ولایتونو کې هم ورته بریدونه کړي وو، چې دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.