افغانستان کې د ملکيانو د وژنې پر ضد لاريونونه

نن په پلازمینې کابل، بامیان، غور، هرات او بلخ ولايتونو کې سلګونو عامو خلکو، د مدني ټولنو فعالانو او خبریالانو په افغانستان کې د ملکيانو د وژنې پر ضد لاريونونه کړي دي.
په کابل کې لاریون کوونکو د غور او ارګون د پېښو د وژل شویو کسانو عکسونه له ځان سره لېږدول او له حکومت څخه یې غوښتنه کوله چې د دغو پېښو عاملين ژر تر ژره محاکمې ته راکاږي.
وړانګه عليزۍ په خپل راپور کې وايي، دوې ورځې وړاندې په غور ولایت کې وسله والو د زوم او ناوې په ګډون ۱۴ مسافر له موټر ښکته کړل او په ډزو يې ووژل.
د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د غور پېښې د خلکو سخت غبرګون راوپاراوه، لاریونونه يې وکړل او د دغې پیښې د عاملينو پر ضد شعارونه ورکړل.
په پلازمینې کابل کې ګڼ شمیر خلک د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د زرنګار په پارک کې راغونډ شوي وو او له ولسمشر کرزي یې غوښتنه کوله چې د پیښې عاملينو ته ژر تر ژره سزا ورکړي.
همداراز په هرات ولایت کې هم لاریون کوونکو د ملکي کسانو د وژنې او د غور ولایت د ۱۴ کسانو د مړینې له امله خپله اندېښنه څرګنده کړه او دغه کړنه یې په کلکه وغندله.
هراتي لاريونيانو ويل چې نن شپه به د ملکي خلکو د وژنې په یاد شمعې روښانه کړي.
د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې هم خلک راوتلي و او لويه غوښتنه يې دا وه چې د پېښې عاملين دې ژر تر ژره وپیژندل شي.
په پېښه کې وژل شوې ناوې د همدغې ولسوالۍ ده.
په بلخ کې هم خلکو لاريونونه کړي.
دوی له حکومت نه غوښتنه کوله داسې يو ځای دې جوړ شي چې د وسلوالو او ترهګرو په بريدونو کې د وژل شويو کسانو نومونه په کې وليکل شي.
بامیانو کې هم خلکو د ملکيانو د وژنې په اړه لاریون کړی و او د غور د خونړۍ پیښې قربانيانو سره يې خپله خواخوږي وښووله.
د ملګرو ملتو د شمېرو له مخې په تیرو شپږو میاشتو کې د ملکيانو مړينه ۲۴ سلنه ډیره شوې ده.
سره له دې چې افغان حکومت له تیرو ۱۳ کلونو راهيسې د داسې پیښو پړه تر ډېره بريده پر وسله والو طالبانو اچوي، خو طالبانو ویلي د غور د ۱۴ کسانو په وژنې کې هیڅ لاس نه لري.
په وروستیو کې د ټولنيزو رسنیو کاروونکو هم د غور او ارګون د قربانيانو عکسونه پر فيسبوک او ټويټر خپاره کړي او خپله خواشیني يې څرګنده کړې ده.
افغان دولت د غور ولایت د پیښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی او تر څنګ يې د قربانيانو له هرې کورنۍ سره د ۱۰۰زره افغانيو مرسته کړې ده.








