کرزي د ارگون له قربانيانو سره د مرستو ژمنه وکړه

ايمل فيضي بي بي سي ته وويل ولسمشر له هغه سړي سره په غېږ روغبړ وکړ چې پنځه زامن يې په هغه پېښه کې وژل شوي و.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ايمل فيضي بي بي سي ته وويل ولسمشر له هغه سړي سره په غېږ روغبړ وکړ چې پنځه زامن يې په هغه پېښه کې وژل شوي و.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د پکتیکا ولایت د ارګون هغې سیمې ته رسېدلی، چې د تېرې سې شنبې پر ورځ یوې لویې موټربم چاودنې تر ۴۰ ډېر ولسي وګړي ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

د ولسمشرۍ ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته وویل، حامد کرزي د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې ژمنه وکړه.

ښاغلي فیضي دا هم وویل، حامد کرزي په برید کې له هغو هټیوالو او خلکو سره هم د مرستې ژمنه وکړه، چې دوکانونه او بازار یې په برید کې له منځه تللي دي.

حامد کرزي په سیمه کې د ویجاړ شوي جومات او دوکانونو د رغولو په برخه کې له زیانمنو شویو سره هم د نغدي مرستې او ځمکې د ورکولو ژمنه کړې ده.

ايمل فيضي بي بي سي ته وويل ولسمشر له هغه سړي سره په غېږ روغبړ وکړ چې پنځه زامن يې په هغه پېښه کې وژل شوي و.

ایمل فیضي زیاتوي، له کرزي سره په دې سفر کې د کابینې ځینې غړي او یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي.

تېره ورځ (پنجشنبه) د پکتیا په رزمت ولسوالۍ کې د حامد کرزي پر خاص ګارد وسله والو طالبانو برید وکړ، چې څو ساعته یې دوام وکړ.

دا برید په هغه سیمه کې شوی و، چې تر ډېره د طالبانو تر نفوذ لاندې ده.

د کرزي ګارد غوښتل د زرمت له لارې د پکتیکا ارګون ته ولاړ شي او هلته د حامد کرزي د سفر لپاره لاره هواره کړي.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس سرچینه، ARG

د عکس سرچینه، ARG

د عکس سرچینه، ARG

د عکس سرچینه، ARG