کابل کې د ټاکنو پر کمیسیون برید پای ته رسېدلی

د عکس سرچینه، Sultan Faizy
د کابل امنيتي چارواکي وايي وسله والو نن غرمه د ټاکنو په خپلواک کمېسيون بريد کړی دی.
د کابل پولیس وايي، دغه برید د پنځو واړو برید کوونکو په وژل کېدا پای ته ورسېد، خو یوازې دوه افغان پولیس په کې سربېرن ټپیان شوي دي.
د کابل پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وویل، برید غرمه مهال دوولس نیمې بجې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ودانۍ ته څېرمه یوې ودانۍ ته د پنځو برید کوونکو په ننوتلو پیل شو، چې د مازدیګر تر پنځه نیمو بجو پورې یې دوام وکړ، خو بریدګر ژر د افغان ځواکونو له خوا له پښو وغورځول شول.
نوموړی وايي، چې په دې برید کې د ټاکنو کمیسیون هېڅ کارکوونکي ته زیان نه دی رسېدلی.
ستانکزی زیاتوي، چې په سیمه کې د څلورو وژل شویو برید کوونکو مړي پراته دي، او پنځم یې د خپل ځان په چوولو سره له منځه تللی دی.
بل خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور هم ویلي چې ''زموږ کارکوونکو ته په دې برید کې هېڅ زیان نه دی اوښتی. موږ له وړاندې د دا ډول وضعیت لپاره چمتووالی درلود او له تېرو درو میاشتو راهیسې مو د ځان د امنیت په خاطر لازم تدابیر نیولي دي''.
ویل کېږي دغه ودانۍ له کمېسيون نه شاوخوا ۳۰۰ متره فاصله لري.
والو طالبانو د بريد مسووليت پر غاړه اخيستی دی.

ښاغلی نور وايي د ټاکنو ډيری حساس توکي يې لا له وړاندې ولايتونو ته استولي او هغو ته هېڅ ګواښ نه دی متوجه.
د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي لا له وړاندې يې د وسله والو د دا ډول بريدونو پر وړاندې تابيا نيولې وه.
د کابل د نهمې امنيتي حوزې يوه مسوول سمونوال روح الله د بريد په لومړيو کې بي بي سي ته وويل چې په سيمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي او امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي.
تېره ورځ د ښار په لويديځه څنډه کې وسله والو د بهرنيانو پر يوه موسسه بريد وکړ او له هغې دوه ورځې وړاندې يې په دارالامان کې د ټاکنو کمېسيون پر يوه بل ځايي دفتر بريد کړی وو.
وسله والو طالبانو ويلي چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به ګډوډې کړي.
ټاکل شوې يوه اوونۍ وړاندې د حمل/ وري په ۱۶مه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.








